9 څوک چې په خپل کار کښې سست وى هغه لکه د هغه ورور په شان دے څوک چې تباهى راولى.
زۀ د ګيدړانو ورور يم، او د ګونګا ملګرے يم.
ناراسته لاسونه يو انسان غريبوى، خو محنتى لاسونه انسان مالداره کوى.
د غېبت کوونکى خبرې لکه د خوندور خوراک په شان وى، دا بلکل د سړى دننه بدن ته کوزيږى.
ناراستى ښۀ خوب راولى، او لټ سړے اوږے پاتې کيږى.
څوک چې د خپل پلار او مور نه غلا کوى او دے وائى چې، ”دا غلطى نۀ ده،“ نو دے د يو قاتل نه کم نۀ دے.
مالِک ورته ووئيل، اے بدکاره نوکره، تا ته معلومه وه چې زۀ يې هلته رېبم چرته چې مې کَرلى نۀ وى او هلته يې راټولوم چرته چې مې تخم نوستلے نۀ وى؟
په کار کښې سستى مۀ کوئ، او د مالِک په خِدمت کښې روحانى جوشوجذبه قائمه ساتئ.
نو د دې دپاره چې تاسو سست نۀ شئ بلکې د هغوئ په نقش قدم شئ څوک چې د ايمان او صبر په وسيله د لوظ وارثان دى.