8 د غېبت کوونکى خبرې لکه د خوندور خوراک په شان وى، دا بلکل د سړى دننه بدن ته کوزيږى.
ژبه دې د نورو خلقو د تباهۍ په لټون کښې ده، او لکه د تېرې چړې په شان ده او ټګى ماره ده.
د بېپرواهۍ خبرې د تُورې په شان غوڅول کوى، خو د عقلمند ژبه پرهرونو له شفا ورکوى.
بدکاره انسان لانجه جوړوى، چغلخور نزدې دوستان په خپلو کښې جدا کوى.
د کم عقل خولۀ د هغۀ خپله تباهى ده، او د هغۀ خبرې د هغۀ د خپل ځان دام دے.
څوک چې په خپل کار کښې سست وى هغه لکه د هغه ورور په شان دے څوک چې تباهى راولى.
د هيچا په حقله دروغ مۀ خوروئ او کله چې د چا د ژوند مقدمه وى، کۀ هغه ستاسو د ګواهۍ په وجه بچ کېدے شى نو ګواهى ورکړئ. زۀ مالِک خُدائ يم.