7 د کم عقل خولۀ د هغۀ خپله تباهى ده، او د هغۀ خبرې د هغۀ د خپل ځان دام دے.
او څوک چې ما نه راتاو دى د هغوئ سرونه دې په مصيبت کښې راګېر شى، او په هغه مصيبت کښې چې کوم د هغوئ شونډو جوړ کړے دے.
د دوئ خپلې ژبې به هم دوئ تباه کوى. هر هغه څوک چې دوئ ته ګورى نو په سپکه به خپل سرونه هغوئ پورې خوځوى،
هوښياران خپل عِلم ذخيره کوى، خو د کم عقل فضول خبرې تباهۍ ته دعوت ورکوى.
هوښياران په نصيحت خوشحاليږى، خو بېوقوفه کړتن به تباه شى.
بد کاره سړے په خپلو خبرو کښې راګېر شى، خو صادق انسان د مصيبت نه بچ کيږى.
څوک چې خپله ژبه په قابو کښې ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى، خو چې څوک نۀ ساتى نو هغه به تباه شى.
د کم عقل د خبرو نه يو ډنډا جوړه شى چې هغه وهى، خو د هوښيارانو خبرې هغوئ بچ ساتى.
د هغه چا دپاره حِکمت د ژوند سرچينه ده څوک يې چې لرى. خو کم عقلتوب د بېوقوفه دپاره د سزا باعث کيږى.
د غېبت کوونکى خبرې لکه د خوندور خوراک په شان وى، دا بلکل د سړى دننه بدن ته کوزيږى.
د شرير شرارت هم د هغۀ دپاره دام دے. او د هغۀ د ګناه رسۍ هغه کلک رانيسى.
کۀ تۀ چرې د خپلو خبرو په وجه په لټ کښې راګېر شوے يې، او په دام کښې د خپلې خولې د لاسه راګېر شوے يې،
کله يې چې هغه وليده، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او وې وئيل، ”اے زما لورې، زۀ خو به تباه او برباد شم. ما چې د مالِک خُدائ سره کوم لوظ کړے دے، زۀ خو هغه نۀ شم ماتولے.“