Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 18:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 د کم عقل خبرې جنګ جوړوى، او خپل ځان وهلو ته جوړوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 18:6
14 Iomraidhean Croise  

کم عقل انسان خپله غصه زر ښکاره کوى، خو هوښيار سړے بې‌عزتى هم نظر انداز کوى.


غرور صرف لانجه پېدا کوى، خو حِکمت په هغوئ کښې وى څوک چې نصيحت منى.


هوښيار احتياط کوى او د غلط کار نه ځان بچ ساتى، خو کم عقل په خپل ځان غاوره وى او د هيڅ پرواه نۀ کوى.


د کم عقل د خبرو نه يو ډنډا جوړه شى چې هغه وهى، خو د هوښيارانو خبرې هغوئ بچ ساتى.


د خراب بحث شروع داسې وى لکه چې د اوبو په بند کښې وړومبے سورے وشى، د دې نه مخکښې چې جنګ شروع نۀ شى نو دا زر ختم کړه.


غصه ناک سړے به ضرور د خپلې غصې اَنجام ته ورسيږى، کۀ تاسو چرې هغه يو ځل بچ کړئ نو تاسو به هغه هر وخت بچ کوئ.


سزا د پېغور کوونکى دپاره تياره شوې وى، او وهل د کم عقلو د ملاګانو دپاره تيار وى.


د جنګ نه لرې کېدل انسان ته عزت ورکوى، خو هر کم عقل زر جنګ کوى.


پېغور کوونکے کس وشړه، دې سره به جنګ جګړې ختمې شى، بحث مباحثه او سپکاوے هم ورسره ختميږى.


دا بهتره ده چې د کوټې دپاسه په يو ګوټ کښې ځانله ژوند کوې نه چې په کور کښې د ژبه ورې ښځې سره اوسېږې.


کاڼے دروند وى شګې درنې وى، خو د يو کم عقل تنګول د دې دواړو نه زيات درانۀ وى.


کۀ يو هوښيار د يو بې‌وقوف خلاف د مقدمې دپاره عدالت ته روان شى نو بې‌وقوف به غصه شى او مسخرې به کوى نو بيا به څنګه صُلح راشى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan