4 د انسان د خولې خبرې لکه ژورې اوبۀ دى، او د حِکمت چينه لکه بهېدونکې وله ده.
زۀ به خپله خولۀ په مِثالونو پرانيزم، زۀ به زاړۀ او پټ رازونه راڅرګند کړم.
د صادق خولۀ د ژوند چينه ده، خو بدعمله په خپلو چالاکه خبرو سره خپل شرارت پټوى.
د هوښيارانو تعليم د ژوند سرچينه وى، کوم چې انسان د مرګ د دامونو نه بچ کوى.
د هغه چا دپاره حِکمت د ژوند سرچينه ده څوک يې چې لرى. خو کم عقلتوب د بېوقوفه دپاره د سزا باعث کيږى.
کله چې بدکارى راشى نو رسوائى هم راځى، او د شرم سره سپکوالے راځى.
د انسان د زړۀ منصوبه د ډوبو اوبو په شان ده، خو هوښيار سړے ترې نه دا بهر راوباسى.
اے د مارانو بچو، ستاسو خبرې څنګه ښې کېدے شى چې په خپله تاسو ښۀ نۀ يئ؟ ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.
خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى. زۀ چې کومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغوئ کښې دننه لکه يوه چينه وګرځى چې همېشه به بهيږى او چې د تل ژوندون ورکوى.“
د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.
ستاسو کلام دې همېشه د فضل نه ډک او خوندور وى چې تاسو هر چا ته مناسب جواب ورکولے شئ.