3 کله چې بدکارى راشى نو رسوائى هم راځى، او د شرم سره سپکوالے راځى.
ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، د هغوئ خندا واوره چې په مونږ پورې يې کوى، د هغوئ کنځل دې هم هغوئ ته بلا شى. هغوئ دې وتښتولے شى او پردى مُلک ته دې قېديان بوتلے شى.
ډېرې بېعزتۍ مې زړۀ مات کړے دے نااُميده يم، څوک نۀ وُو چې په ما يې رحم کړے وے، يو هم نۀ وو، څوک نۀ وُو چې ما له يې تسلى راکړے وے، يو هم نۀ وو.
ستا د کور غېرت دپاره زۀ وسوزېدم، څوک چې تا سپکوى د هغوئ سپکوالے زۀ برداشت کوم.
کله چې په انسان کښې غرور راشى نو په هغۀ رسوائى راشى، خو د عاجزۍ سره حِکمت راځى.
صادقان د دروغو نه نفرت کوى، خو د بدعملو کارونه د بېشرمۍ او بېعزتۍ سبب کيږى.
کم عقل د پوهې نه خوند نۀ شى اخستے، خو هغه په خپلو نظريو څرګندولو خوشحاليږى.
د انسان د خولې خبرې لکه ژورې اوبۀ دى، او د حِکمت چينه لکه بهېدونکې وله ده.
پېغور کوونکے کس وشړه، دې سره به جنګ جګړې ختمې شى، بحث مباحثه او سپکاوے هم ورسره ختميږى.
کله چې د بدعمله حکومت راشى، نو ګناهونه عام شى، خو صادقان به د داسې خلقو خاتمه ووينى.
کۀ تاسو ته د مسيح د نوم په وجه بدرد ووئيلے شى نو تاسو بختور يئ، ځکه چې د جلال روح، يعنې د خُدائ پاک روح په تاسو سورے کوى.
هغوئ په دې حېران دى چې تاسو نور د هغوئ سره په هغه خرابه ګندګۍ کښې ملګرتيا نۀ کوئ نو ځکه تاسو ته بدرد وائى.
ساؤل يونتن ته سخت غصه وو او ورته يې ووئيل، ”تۀ د يوې سرکشې او بېوفا ښځې زوئ يې. اوس ما ته دا پته ده چې تۀ د داؤد ملګرتيا کوې او د خپلې مور او د خپل ځان بېعزتى کوې.