24 ځينې دوستان يو بل ته کنده کنى، خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى.
زما وروره يونتنه، زۀ ستا په غم غمژن يم، تۀ په ما باندې څومره ګران وې. ستا مينه زما دپاره څومره ښۀ وه، د ښځو د مينې نه هم ښۀ وه.
خو اِتى ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ تا ته د مالِک خُدائ او ستا په سر قسم کوم چې تۀ چرته هم ځې نو زۀ به همېشه تا سره ځم، کۀ په دې کښې د مرګ خطره هم وى.“
ابىسلوم ترې نه تپوس وکړو، ”ستا د خپل دوست داؤد سره وفادارى چرته لاړه؟ تۀ د هغۀ سره ولې لا نۀ ړې؟“
خو د مالِک خُدائ په نوم د هغه قسم په وجه چې هغۀ او يونتن د يو بل سره کړے وو، داؤد مفيبوست ژوندے پرېښودو، مفيبوست د ساؤل نمسے او د يونتن زوئ وو.
دوست په هر وخت کښې مينه کوى، او ورور هغه دے چې په مصيبت کښې په کار راشى.
خپل دوستان او د خپل پلار دوستان مۀ هېروه، د خپل ورور کور ته مۀ ځه کله چې په تا څۀ مصيبت راشى. ستا نزدې ګاونډى د لرې ورور نه ښۀ دے.
لکه څنګه چې عطر او خوشبو د انسان زړۀ خوشحالوى، هم دغه شان ښې مشورې دوستان خوشحالوى.
کله چې داؤد خبرې ختمې کړې نو هغه د بادشاه زوئ يونتن سره مِلاو شو. هغه د داؤد خوږ دوست جوړ شو او د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه کوله.
يونتن داؤد له د دوستۍ پوخ لاس ورکړو ځکه چې د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه لرله.