22 چا ته چې ښۀ ښځه مِلاو شوه دا د هغۀ دپاره خزانه ده، او هغه ورته د مالِک خُدائ د خوا نه برکت دے.
بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک وفرمائيل، ”د آدم دپاره يواځې اوسېدل ښۀ نۀ دى. زۀ به د هغۀ دپاره يوه ښۀ ملګرې جوړه کړم چې د هغۀ مدد به کوى.“
بيا اِسحاق رِبقه خپلې هغه خېمې ته راوستله چې د هغۀ مور ساره په کښې اوسېدلې وه او هغه يې ښځه شوه. اِسحاق د رِبقه سره مينه کوله، نو هغۀ ته د خپلې مور د مرګ نه پس آرام مِلاو شو.
يعقوب راضى شو او چې کله د وادۀ اووۀ ورځې پوره شوې، لابن هغۀ له خپله لور راحيل هم ورکړه چې ښځه يې شى.
يوه پاک لمنه ښځه د خپل خاوند د سر تاج وى، خو يوه بېحيا ښځه د هغۀ په هډوکو کښې لکه د ناسور په شان وى.
انسان ته په وراثت کښې کورونه او دولت د پلار نيکۀ نه ملاويږى، خو هوښياره ښځه صرف هغۀ ته د مالِک خُدائ د طرفه ملاويږى.
نو بيا به تۀ د انسانانو او د خُدائ پاک په نظر کښې محبوبيت او نېک نامى حاصله کړې.
ځکه چې څوک ما ومومى نو هغه ژوند مومى، او د مالِک خُدائ رضا حاصلوى.
د خپلې ښځې سره چې تۀ ورسره مينه کوې د ژوند نه خوند اخله. په مخ د زمکې په فانى ژوندون کښې چې خُدائ پاک تا له څومره ورځې درکړې دى هغه هم دغه شان تېروه. ځکه چې په مخ د زمکې ستا د محنت مشقت په بدل کښې هم دغه څۀ دى چې ستا په نصيب کښې دى.
يعقوب آرام وطن ته وتښتېدو، هلته هغۀ د ښځې حاصلولو دپاره خِدمت وکړو، د هغې په عوض کښې هغۀ ګډې څرولې.
خو د حرام کارۍ نه د بچ کېدو د خاطره دا به ښۀ وى چې د هر سړى خپله ښځه وى او د هرې ښځې خپل خاوند وى.
او ورسره موآبۍ روت، د محلون ښځه، زما ښځه شوه. د دې په وجه به جائيداد د مړى په خاندان کښې پاتې شى، او دا ميراث به د هغۀ د خاندان نوم د هغۀ په خلقو او د هغۀ په کلى کښې ژوندے وساتى. تاسو نن د دې خبرې ګواهان يئ.“