20 د خپلې خولې په مېوه انسان خپله خېټه مړه کړى او د خپلو شونډو په فصل هغه مطمئن شى.
ښۀ انسان د خپلې خولې د مېوې نه د ښۀ څيزونو خوند اخلى، خو د غدارانو زړونه د ظلم کولو خواهش کوى.
بېايمانان چې د څۀ حقدار وى هغه به ورته مِلاو شى او نېک انسان ته به د دۀ د اعمالو په مطابق اجر مِلاو شى.
د يو خفه شوى ورور رضا کول د يو مضبوط ښار د فتح کولو نه سخت وى، او لانجې د قلعې دروازو ته اړمونه اچوى.
نو دا به تا خوشحاله کړى کۀ تۀ دا په خپل زړۀ کښې ياد ساتې او دا په خپلو شونډو هر وخت يادوې.
او زۀ به تا ته رښتيا او د اعتماد وړ خبرې دروښايم، ترڅو چې قابل اعتماد جواب ورکولے شې هغه چا ته چا چې تۀ رالېږلے يې.