Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 18:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 هوښياران تل د عِلم حاصلولو په لټون کښې وى، او د هغوئ غوږونه د عِلم زده کولو دپاره تيار وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 18:15
16 Iomraidhean Croise  

نو ما له حِکمت راکړه چې ستا په خلقو باندې په اِنصاف سره بادشاهى وکړم او د ښۀ او بد په مينځ کښې فرق وپېژنم. ګنې زۀ به څنګه د دې جوګه شم چې ستا په لوئ قوم باندې بادشاهى وکړم؟“


خو پرېږده چې هوښيار مشران درته ښودنه وکړى، او د هغوئ وېنا ته غوږ نيسه.


دا متلونه د هوښيارانو پوهه نوره هم زياتوى او د عالِم رهنمائى کوى،


هوښياران خپل عِلم ذخيره کوى، خو د کم عقل فضول خبرې تباهۍ ته دعوت ورکوى.


د هوښيارانو زړۀ د عِلم لټون کوى، خو د کم عقل خولۀ په ناپوهۍ کښې څريږى.


هغه څوک چې ښې رټنې ته غوږ نيسى، نو هغوئ به په هوښيارانو کښې وشميرلے شى.


حقيقت حاصل کړه او دا مۀ خرڅوه، او حِکمت، تربيت او پوهه حاصله کړه.


حِکمت حاصل کړه، او پوهه حاصله کړه، زما خبرې مۀ هېروه او مۀ د هغې نه مخ اړوه.


حِکمت حاصلول د ټولو نه اهم کار دے، د نورو څيزونو د حاصلولو سره سره پوهه هم حاصله کړه.


هوښيار ته لارښودنه وکړه نو هغه به نور هم هوښيار شى، صادق ته تعليم ورکړه نو هغه به د دې نه نور تعليم هم زده کړى.


د هغې يوه خور وه چې نوم يې مريم وو. هغه د مالِک په پښو کښې کښېناستله او د هغۀ کلام يې اورېدلو.


زۀ دُعا کوم چې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح جلالى پلار خُدائ پاک دې تاسو ته د حکمت او پېژندګلو روح درکړى ترڅو چې تاسو د هغۀ په پېژندلو کښې ترقى وکړئ.


خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بې‌خفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan