11 د مالداره دولت د هغوئ دپاره د مضبوط ښار په شان وى او په دې خيال چې دا به د هغوئ د حفاظت يو اوچت دېوال وى.
د مالداره مال دولت د هغۀ دپاره قلعه ده، خو غربت د غريب دپاره تباهى ده.
د عدالت په ورځ به مال دولت په کار نۀ راځى، خو صداقت به ستاسو ژوند بچ کړى.
د تباهۍ نه وړاندې د انسان زړۀ کښې کبر وى، خو د عزت نه وړاندې عاجزى راځى.
يو مالداره خپل ځان هوښيار ګڼى، خو يو غريب عقلمند د هغۀ په اصلى کردار پوهيږى.
عقلمندى به دې د پېسو په شان حِفاظت کوى. او د عقلمندۍ خاص فائده دا ده چې هغه خپل مالِک محفوظ ساتى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”خلقو ته ووايه چې د مړو لاشونه به په پټو کښې لکه د ډېران د سرې پراتۀ وى، او لکه د غنمو وږې په شان د لَوګرى شا ته اخوا ديخوا پراتۀ وى دغه شان به مړى هرې خوا ته پراتۀ وى او د راټولولو به يې څوک نۀ وى.“
د هغوئ دشمنانو ته پته ده چې د هغوئ معبودان کمزورى دى، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په شان طاقتور نۀ دى.