Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 17:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 کۀ هوښيارې خبرې د يو کم عقل دپاره نامناسبه وى، نو د يو بادشاه دپاره به دروغژنې شونډې څومره نامناسبه وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 17:7
15 Iomraidhean Croise  

د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائيلى دى، د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوونکى ما ته فرمائيلى دى، ”هغه بادشاه چې په اِنصاف سره بادشاهى کوى، کوم چې د خُدائ پاک په يره کښې بادشاهى کوى،


بې‌شکه، خُدائ پاک به بد عمل نۀ کوى، او قادر خُدائ د هيچا سره بې‌اِنصافى نۀ کوى.


د هغوئ دروغژنې ژبې دې غلې شى هغه مغرورې ژبې چې نېکانو پسې سپکې وائى.


رښتينې خبرې د تل دپاره قائمې وى، خو د دروغو مزے لنډ وى.


مالِک خُدائ د دروغژونو شونډو نه نفرت کوى، خو هغه د هر هغه چا نه خوشحاله وى څوک چې رښتينى وى.


کم عقل سره عېش عشرت ښۀ نۀ ښکارى، او دا به لا څومره نامناسبه وى کۀ چرې يو غلام په شهزادګانو حکومت کوى.


کم عقل هوښيارتيا نۀ شى حاصلولے، ځکه په جرګه کښې د هغۀ خولۀ بنده وى.


لکه څنګه چې په اوړى کښې واوره يا د لو په موسم کښې باران نامناسب وى، دغه شان د کم عقل انسان عزت کول هم دومره نامناسبه وى.


د کم عقل په خولې متل داسې وى لکه څنګه چې د يو ګوډ پښه بې‌کاره وى.


کۀ يو حکمران دروغو ته توجو ورکوى، نو د هغۀ ټول آفسران به بدکاران شى.


مغروره سترګې، دروغژنه ژبه، هغه لاسونه چې بې‌ګناه وينه تويوى،


اے رياکاره، اول د خپلې سترګې نه تير وباسه، نو بيا به ستا سترګې وغړيږى چې د خپل ورور د سترګې نه خسڼے وباسې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan