5 هر هغه څوک چې په غريبانانو پورې خندا کوى، نو د هغۀ د خالِق بېعزتى کوى او هر هغه څوک چې د چا په بدبختۍ خوشحاليږى نو دے به هم بېسزا پاتې نۀ شى.
کۀ زۀ د هغه خلقو په تباهۍ باندې خوشحاله وے چا چې زما نه نفرت کولو، يا مې په هغه وخت کښې خوشحالى کولے چې بدعملى په هغوئ باندې غالِبه شوې وه،
ستا د کور غېرت دپاره زۀ وسوزېدم، څوک چې تا سپکوى د هغوئ سپکوالے زۀ برداشت کوم.
هغه څوک چې خپل ګاونډى سپک ګڼى ګناه کوى، خو بختور دے هغه څوک چې په غريب رحم کوى.
څوک چې په غريبانانو ظلم کوى نو دا د هغوئ د خالِق بېعزتى کوى، خو څوک چې په ضرورتمند رحم کوى د خُدائ پاک احترام کوى.
مالِک خُدائ د ټولو مغروره خلقو نه نفرت کوى. په دې يقين لرئ چې دوئ به بېسزا پاتې نۀ شى.
اے مالِکه خُدايه، زۀ د هغه کار نه نۀ يم تښتېدلے د کوم دپاره چې تاسو زۀ د خپل قوم دپاره د شپونکى په حيثيت مقرر کړے يم. تاسو ته پته ده چې ما په هغوئ د افت د ورځې د راتلو خواهش نۀ دے کړے. زما د شونډو نه چې څۀ هم وتلى دى هغه ستا په وړاندې څرګند دى.
عمونيانو ته ووايه چې، د مالِک قادر مطلق خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، کله چې زما د عبادتخانې بېعزتى کېدله او د بنى اِسرائيلو زمکه شاړه کېدله او د يهوداه خلق جلاوطن کېدل نو تاسو خوشحالى وکړه،
تا خپل ورور يعقوب سره ظلم کړے دے نو په دې وجه به تۀ په شرمونو وشرمېږې او د همېشه دپاره به تباه او برباد شې.
اول تاسو زما په مقدس غرۀ زما د غضب جام وڅښلو، خو اوس به يې نور ټول قومونه څښى. بلکې هغوئ به دا په څښلو څښلو خالى کړى، او هغوئ به دې آخرى قطرې هم څټى. بيا به د هغوئ نام و نشان باقى پاتې نۀ شى، داسې به ښکارى لکه هغوئ چې بلکل وُو نه.
څوک چې خوشحاله وى ورسره خوشحالى کوئ، څوک چې ژاړى ورسره ژړا کوئ.
کۀ د چا سره د دُنيا هر څيز وى او خپل ايماندار ورور يا خور ضرورتمند وګورى او د خپل زړۀ دروازه هغۀ ته بنده کړى نو بيا په هغۀ کښې د خُدائ پاک مينه څنګه اوسيږى؟