27 يو هوښيار ډيرې کمې خبرې کوى، او يو پوهه کس نرمې خبرې کوى.
هرکله چې خبرې ډيرې وى نو هلته ګناه هم موجوده وى، خو څوک چې خپله ژبه قابو ساتى هوښيار دے.
صبرناک سړے لويه پوهه لرى، خو غصه ناک سړے خپل کم عقلتوب په ګوته کوى.
صادقان د جواب ورکولو نه وړاندې سوچ کوى، خو د بدکاره خولۀ فساد نولى.
صبرناک انسان د يو طاقتور سپاهى نه بهتر دے، څوک چې په خپله غصه قابو ساتى، د هغه چا نه بهتر دے چې يو ښار فتح کوى.
ښۀ خبره دا ده چې د يو هوښيار کس په مزه خبرو ته غوږ ونيسې په ځائ د دې نه چې د کم عقلانو په مجلس کښې د بادشاه چغې واورې.
اے زما وروڼو او خوېندو، دا خبره ياده ساتئ چې هر څوک دې په اورېدو کښې تېز او په وينا کښې قلاره او په غصه کښې سوړ وى.
او صُلح کوونکى د صُلحې سره داسې تخم کَرى چې د صداقت مېوې ترې پېدا کيږى.
ځکه چې مونږ ټول اکثر غلطيانې کوُو، او څوک چې په خپلو خبرو کښې غلطى نۀ کوى نو هغه کامِل دے او ټول بدن په قابو کښې ساتلے شى.