26 يو بېګناه له سزا ورکول ښۀ خبره نۀ ده، او نۀ يو شريف له د هغۀ د شرافت په وجه کوړې ورکول ښۀ خبره ده.
دا څنګه کېدے شى چې تۀ به صادقان د بدعملو سره ووژنې؟ دا خو ناممکنه ده، تۀ داسې نۀ کوې. کۀ تۀ داسې وکړې، نو صادقانو خلقو ته به د بدعملو سره يو شان سزا مِلاو شى. دا ستا دپاره ناممکنه ده. ځکه د دُنيا اِنصاف کوونکے به خامخا اِنصاف کوى.“
اوس لاړ شه او د خپلو سړو حوصله افزائى وکړه خو کۀ تا داسې ونۀ کړل نو زۀ د مالِک خُدائ په نوم قسم خورم چې تر سبا سحر پورې به د هغوئ يو کس هم تا سره نۀ وى. دا به دومره لوئ مصيبت وى چې په ټول ژوند کښې به داسې مصيبت درباندې نۀ وى تېر شوے.“
اګر چې زۀ بيا هم هغه بادشاه يم چې خُدائ پاک خوښ کړے يم، نن زۀ خپل ځان کمزورے ګڼم او د ضروياه دا زامن قابو کولے نۀ شم. مالِک خُدائ دې، دې مجرمانو له سزا ورکړى لکه چې څنګه دوئ د سزا حقدار دى.“
بدعمله کس پرېښودل، او بېګناه له سزا ورکول، مالِک خُدائ د دې دواړو کارونو نه نفرت کوى.
دا ښۀ خبره نۀ ده چې د مجرم طرفدارے وشى يا بېګناه د اِنصاف نه محروم شى.
خپل فوج راغونډ کړه، اے د فوجيانو ښاريې، ځکه چې زمونږ خلاف محاصره شوې ده. هغوئ به د اِسرائيل مشر په چوکې سره په مخ ووهى.
کله چې عيسىٰ دا وفرمائيل نو يو محافظ چې د هغۀ په خوا کښې ولاړ وو عيسىٰ ته يې په مخ څپېړه ورکړه او وې وئيل، ”مشر اِمام ته څوک داسې جواب ورکوى څۀ؟“