21 د چا په کور کښې چې بېوقوفه زوئ پېدا شى نو په کور کښې غم او پرېشانۍ راولى، د بېوقوفه د پلار دپاره خوشحالى نشته.
چې کله عِيسو د څلوېښتو کالو وو، هغۀ دوه حِتۍ ښځې د بيرۍ لور يهودِت او د ايلون لور باسمت وادۀ کړې.
بادشاه ډېر غمژن شو. د ښار په دروازه بره کوټې ته وختلو او ژړل يې او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما بچيه، زما زويه، ابىسلومه، ابىسلومه، زما زويه. کاش چې ستا په ځائ زۀ مړ وے، زما زويه. ابىسلومه، زما زويه.“
دا د سليمان متلونه دى، يو هوښيار زوئ خپل پلار له خوشحالى ورکوى، خو کم عقل زوئ خپلې مور له غم ورکوى.
هوښيار زوئ د خپل پلار دپاره د خوشحالۍ ذريعه ده، خو بېوقوفه خپلې مور ته سپک ګورى.
کم عقل زوئ د خپل پلار د غم باعث وى، او د تريخوالى باعث د هغه چا دپاره وى د چا نه چې پېدا وى.
بېوقوفه زوئ د پلار د تباهۍ باعث وى، او جګړماره ښځه داسې وى لکه کوټه چې هر وخت راڅاڅى.
او ما چې څۀ وکړل هغه مې وليکل نو چې کله زۀ درشم چې زۀ د هغوئ نه غمژن نۀ شم چا ته چې په کار دى چې ما خوشحاله کړى، ځکه چې زما په تاسو ټولو باور دے چې زما خوشحالى به ستاسو د ټولو خوشحالى وى.
د دې نه زياته خوشحالى ما ته په بل هيڅ څيز کښې نشته چې کله زۀ دا واورم چې زما بچى په حقه لار روان دى.
خو هغوئ د خپل پلار په لاره نۀ وُو روان، د هغوئ شوق صِرف پېسې پېدا کول وُو، هغوئ به رشوت اخستو او د اِنصاف تباهى به يې کوله.