20 هر څوک چې بد ګُمانه وى نو هغه به برکت ونۀ مومى، د چا ژبه چې دوکه ماره وى په مصيبت کښې به راګېر شى.
پاکانو ته تۀ خپل ځان پاک ښکاره کوې، او هغوئ څوک چې مکاران دى مکر کوى.
هغه څوک چې په ټګۍ سره سترګې وهى نو د تکليف باعث کيږى، او په بېفکره خبرو سره به کم عقل تباه شى.
هوښياران خپل عِلم ذخيره کوى، خو د کم عقل فضول خبرې تباهۍ ته دعوت ورکوى.
د صادق د خولې نه د عقل او حِکمت خبرې راوځى، خو کږه ژبه به پرې کړے شى.
ځکه چې د بدعمله سره د آئنده اُميد نشته، او د هغوئ ډيوه په مړه کېدو ده.
ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ نه نفرت کوى څوک چې بدکاره وى، خو هغه د نېکانو سره دوستانه تعلق ساتى.
د مالِک خُدائ نه ويرېدل دا دى چې د بدۍ نه نفرت وکړئ، زۀ د غرور، کبر او غلط چال چلن او بدو خبرو نه نفرت کوم.
د هوښيار سړى خبرې د هغۀ د عزت سبب جوړيږى، خو د کم عقل سړى خبرې د هغۀ د تباهۍ سبب جوړيږى.