2 يو هوښيار نوکر به د مالِک په شرمېدلى زوئ باندې حُکم چلوى، او په ميراث کښې به ورته حِصه هم لکه د يو ورور په شان مِلاو شى.
څوک چې په ګرمۍ کښې فصل راټولوى هغه هوښيار زوئ دے، خو هغه زوئ څوک چې د لو په وخت کښې خوب کوى د شرم باعث دے.
څوک چې د خپل خاندان دپاره مصيبت پېدا کوى نو په ميراث کښې به ورته هوا پاتې شى، او کم عقل به د هوښيار نوکر وى.
بادشاه په هوښيار نوکر خوشحاليږى، خو هغه څوک چې شرمېدلى کارونه کوى د هغۀ قهر راوچتوى.
د سکون سره سپوره روټۍ بهتره ده د هغې کور نه چې په کښې ښۀ خوراکونه د لانجو سره وى.
سرۀ زر او سپين زر په اور معلومولے شى، خو زړونه مالِک خُدائ معلوموى.
هر هغه څوک چې په خپل پلار باندې ظلم کوى او خپله مور وشړى نو دے هغه زوئ دے څوک چې د شرم باعث دے.
د تربيت چوکه حِکمت پېدا کوى، خو چې کوم بچے چې آزاد آموخته شى نو هغه به د خپلې مور د شرمولو باعث شى.
يو غريب خو هوښيار ځوان ښۀ دے د هغه بوډا او کم عقل بادشاه نه، څوک چې د چا نصيحت ته غوږ نۀ اېږدى.