19 هر هغه څوک چې د جنګ جګړو سره مينه کوى د ګناه سره مينه کوى، هر هغه څوک چې په لوړه ګرځى نو تباهۍ له دعوت ورکوى.
د هغې نه پس، ابىسلوم د ځان دپاره ګاډۍ او آسونه تيار کړل او پنځوسو محافظانو به د دې نه مخکښې منډې وهلې.
چې ابىسلوم مړ شو نو د داؤد او حجيت مشرے ژوندے زوئ ادونياه وو. هغه ډېر ښائسته سړے وو. داؤد د هغۀ سره هيڅ کله سختى نۀ وه کړې، هغۀ خپل ځان اوچتولو او وئيل يې چې، ”زۀ به بادشاه يم.“ هغۀ د ځان دپاره د جنګى ګاډو، آسونو او د پنځوسو سړو بندوبست کړے وو چې د حِفاظت دپاره ورسره وى.
غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.
د خراب بحث شروع داسې وى لکه چې د اوبو په بند کښې وړومبے سورے وشى، د دې نه مخکښې چې جنګ شروع نۀ شى نو دا زر ختم کړه.
د تباهۍ نه وړاندې د انسان زړۀ کښې کبر وى، خو د عزت نه وړاندې عاجزى راځى.
خپل بهرنى کارونه اول ختم کړه او خپله د کروندې زمکه تياره کړه، د دې نه وروستو خپل کور جوړوه.
کۀ يو هوښيار د يو بېوقوف خلاف د مقدمې دپاره عدالت ته روان شى نو بېوقوف به غصه شى او مسخرې به کوى نو بيا به څنګه صُلح راشى؟
ځکه چې زۀ يرېږم، هسې نه چې کله زۀ درشم او تاسو چې څنګه غواړم هغه شان مو ونۀ مومم، او څنګه چې تاسو نۀ غواړئ ما هغه شان ومومئ، زۀ يرېږم چې په تاسو کښې جګړه، کينه، غصه، خود غرضى، بده وينا، غېبتونه، ډوزې او فساد نۀ وى.
ځکه چې د انسان غصه د خُدائ پاک د صداقت کار نۀ شى کاملولے.