18 څوک چې کم عقل وى خپل لاس د ګاونډى په ځائ په ضمانت کښې بل له ورکوى.
کۀ چرې څوک د يو ناپېژندګلو کس ضمانت وکړى نو په يقين سره به دا کس تاوانى شى، او کۀ څوک چا ته د ضمانت لاس ورنۀ کړى نو هغه به بچ پاتې شى.
هر څوک چې د پردى کس د قرض ذمه وارى اخلى نو ضمانت ترې نه واخله، ضمانت ترې نه واخله کۀ چرې دۀ دا کار د پردى کس دپاره کړے وى.
څوک چې په غريبانانو باندې ظلم کوى د دې دپاره چې مالداره شى او هغه څوک چې اميرانو ته تحفې ورکوى نو دا دواړه به غريب شى.