Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 17:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 په کم عقل د خرچې کولو څۀ فائده نشته، ځکه چې هغه په خپله د عقل زده کولو خواهش نۀ کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 17:16
16 Iomraidhean Croise  

مسخره کوونکى حِکمت لټوى او هيڅ نۀ مومى، خو حِکمت آسانۍ سره تميز دارو له راځى.


هوښياران تل د عِلم حاصلولو په لټون کښې وى، او د هغوئ غوږونه د عِلم زده کولو دپاره تيار وى.


حقيقت حاصل کړه او دا مۀ خرڅوه، او حِکمت، تربيت او پوهه حاصله کړه.


کم عقل هوښيارتيا نۀ شى حاصلولے، ځکه په جرګه کښې د هغۀ خولۀ بنده وى.


مے کۀ زاړۀ وى او کۀ نوى وى نو دا دواړه زما د خلقو عقل خرابوى.


هر څوک چې بد کار کوى نو د نُور نه نفرت کوى او نُور ته نۀ راځى د دې دپاره چې د هغوئ بدکارونه ښکاره نۀ شى.


بيا پولوس او برنباس په ډاګه ووئيل چې، ”دا ضرورى وه چې اول دې تاسو بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک کلام واورولے شى، خو چې تاسو يې نۀ قبلوئ او خپل ځانونه د تل عُمرى ژوندون لائق نۀ ګڼئ، نو اوس مونږ غېر‌يهوديانو ته دعوت ورکوو.


مونږ چې د خُدائ پاک په خِدمت کښې شريک يُو، تاسو ته دا مِنت کوُو چې د خُدائ پاک کوم فضل چې تاسو قبول کړے دے، هغه عبث مۀ ګڼئ.


کاش چې هغوئ همېشه صِرف هم دغه شان احساس لرلے. کاش چې هغوئ همېشه زما درناوے کولے او زما ټول حُکمونه يې منلے، نو چې د هغوئ او د هغوئ د اولاد به همېشه دپاره هر څۀ سم وے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan