14 د خراب بحث شروع داسې وى لکه چې د اوبو په بند کښې وړومبے سورے وشى، د دې نه مخکښې چې جنګ شروع نۀ شى نو دا زر ختم کړه.
بيا ټول اِسرائيليان بادشاه له لاړل او هغۀ ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زمونږ وروڼه يعنې د يهوداه سړى دا خيال ولې کوى چې هغوئ دا حق لرلو چې تا بوځى او چې ستا، ستا د خاندان او ستا د سړو د اُردن نه پورې وتو کښې ملګرتيا وکړى؟“
ابياه او د هغۀ لښکر اِسرائيليانو له يو خراب شکست ورکړو او د اِسرائيليانو پينځۀ لاکه تکړه فوجيان ووژلے شول.
غرور صرف لانجه پېدا کوى، خو حِکمت په هغوئ کښې وى څوک چې نصيحت منى.
صبرناک سړے لويه پوهه لرى، خو غصه ناک سړے خپل کم عقلتوب په ګوته کوى.
نرم جواب غصه سړوى، خو سخته خبره غصه لمبه کوى.
صبرناک انسان د يو طاقتور سپاهى نه بهتر دے، څوک چې په خپله غصه قابو ساتى، د هغه چا نه بهتر دے چې يو ښار فتح کوى.
هر هغه څوک چې د جنګ جګړو سره مينه کوى د ګناه سره مينه کوى، هر هغه څوک چې په لوړه ګرځى نو تباهۍ له دعوت ورکوى.
د انسان حِکمت د هغۀ غصه قابو کوى، او د بل بد ځان ته نۀ ودرول هغۀ ته عزت ورکوى.
د جنګ نه لرې کېدل انسان ته عزت ورکوى، خو هر کم عقل زر جنګ کوى.
نو هغه په عدالت کښې په تېزۍ سره مۀ وړاندې کوه، نو تۀ به په آخر کښې څۀ کوې کۀ چرې ستا ګاونډى تا ملامته کړى او بيا دې وشرموى؟
لکه څنګه چې سکارۀ بليږى او لکه څنګه چې لرګى لمبې کوى، نو دغه شان د جنګ د تودولو دپاره جنګ مار سړے وى.
غصه ناک انسان جنګونه جوړوى، او تُند خويه نه ډېر ګناهونه کيږى.
ترڅو چې درنه کېدے شى نو د خپل طرف نه د هر چا سره صُلح ساتئ.
په آرام سره ژوند تېرول خپل مقصد جوړ کړئ او په خپل کار کښې مشغول اوسئ او په خپلو لاسونو په کار کسب کښې همت کوئ، څنګه چې مونږ تاسو ته تعليم درکړے دے.