13 کۀ چرته يو انسان د ښو په بدل کښې بد کوى، نو د هغۀ د کور نه به هيڅکله بدى ختمه نۀ شى.
نو ستا اولاد به همېشه په جنګ جګړو کښې آخته وى ځکه چې تا زما سپکاوے کړے دے چې د اورِياه ښځه دې بوتله.
ستا خاندان به د نباط زوئ يربعام بادشاه په شان او د اخياه د زوئ بعشا بادشاه د خاندان په شان شى، ځکه چې اِسرائيليان دې د ګناه طرف ته بوتلى دى نو تا زما غصه راپارولې ده.
هغوئ د ښو په بدل کښې بد راسره کوى، او زۀ په غم باندې اخته يم.
د ښو په ځائ دوئ ما سره بد کوى زۀ نېکى کوم په دې وجه هغوئ ما سره بدى کوى.
مصيبت په ګناهګارو پسې روان وى، خو سوکالى د صادقانو اجر دے.
ټولو خلقو په يو آواز چغې کړې چې، ”د دۀ خُون دې زمونږ او زمونږ د اولاد په غاړه وى.“
نو هغۀ بيا د سپينو زرو سيکې د خُدائ په کور کښې په زمکه وغورزولې او د هغوئ نه روان شو، او خپل ځان يې پانسى کړو.
د بدۍ په بدله کښې د چا سره بدى مۀ کوئ. هم هغه کارونه کوئ چې د هر چا په نظر کښې د عزت وى.
ګورئ چې څوک هم په تاسو کښې د بدۍ په بدله کښې بدى ونۀ کړى بلکې همېشه کوشش کوئ چې د يو بل سره او د ټولو سره نېکى کوئ.
د بدو په بدل کښې چا سره بد مۀ کوئ او د کنځلو په بدل کښې چا ته کنځل مۀ کوئ، بلکې د دې په ځائ ورله برکت وغواړئ ځکه چې تاسو د دې دپاره رابللے شوى يئ چې د برکت وارثان شئ.
يونتن ساؤل ته د داؤد صِفت وکړو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت دې د خپل خِدمت کوونکى داؤد خِلاف غلط کار نۀ کوى. هغۀ تا ته هيڅ نقصان نۀ دے رسولے. هغۀ چې ستا څۀ مدد هم کولے شو نو هغۀ هغه تل کړے دے.
بيا هغۀ داؤد ته وفرمائيل، ”تۀ په حقه يې او زۀ په ناحقه يم. تۀ ما سره ډېر ښۀ يې، اګر چې ما تا سره ډېر بد کړى دى.
داؤد دا سوچ کولو چې، ”ما په دې صحرا کښې د دې کس د جائيداد حِفاظت ولې وکړو؟ د هغۀ يو څيز مې هم ورکېدلو ته نۀ دے پرېښے او چې ما د هغۀ سره کوم مدد کړے دے نو د هغې بدله داسې راکوى.