12 دا بهتره ده چې د هغې مېلوګى سره دې واسطه راشى چې بچى ترې چا پټ کړى وى په ځائ د دې چې يو بېوقوفه په خپل کم عقلتوب ټينګار کوى.
تا ته پته ده چې ستا پلار او د هغۀ سړى تکړه جنګ کوونکى دى او هغوئ داسې غصه دى لکه چې د يو مېلو نه بچى تښتولے شوى وى. ستا پلار يو تجربهکار فوجى دے او د شپې د خپلو سړو سره نۀ ايساريږى.
اليشع راوګرځېدو، هلکانو ته يې وکتل او د مالِک خُدائ په نوم يې په هغوئ لعنت ووئيلو. نو د ځنګل نه دوه مېلوګانې راووتلې او دوه څلوېښت هلکان يې ټوټې ټوټې کړل.
بدکاره صرف سرکشۍ پسې ليونى وى، خو دوئ ته به سخته سزا مِلاو شى.
کاڼے دروند وى شګې درنې وى، خو د يو کم عقل تنګول د دې دواړو نه زيات درانۀ وى.
لکه د غړمبېدونکى زمرى او يا د اوږى مېلو په شان هغه بدکاره انسان دے څوک چې په بېوسه خلقو باندې حکومت کوى.
کۀ يو هوښيار د يو بېوقوف خلاف د مقدمې دپاره عدالت ته روان شى نو بېوقوف به غصه شى او مسخرې به کوى نو بيا به څنګه صُلح راشى؟
زۀ به په تاسو باندې لکه د هغه مېلو په شان حمله وکړم چې بچى ترېنه پټ کړے شوى وى او ستاسو سينه به وشلوم. لکه د ازمرى به مو لواړ تېر کړم او لکه د يو ځنګلى ځناور به مو ټوټې ټوټې کړم.
هر کله چې هيروديس د ستورو عِلم لرونکو په دوکه پوهه شو نو سخت په قهر شو او حُکم يې وکړو چې د بيتلحم او د خوا او شا هغه ټول ماشومان چې عُمر يې دوه کاله يا د دې نه کم وى، قتل يې کړئ. نو د ستورو د عِلم لرونکو د معلوماتو په مطابق هغۀ دا د وخت اندازه لګولې وه.