10 يو هوښيار کس په يو ځل تنبيه کولو سره دومره زيات متاثره کيږى، نه چې يو کم عقل په سلو کوړو.
کۀ نېک سړے ما وډبوى دا به مهربانى وى، او د هغۀ رټل به زما دپاره په سر باندې د تېلو په شان وى، او زما سر به د دې تېلو نه اِنکار نۀ کوى، خو زما دُعا به تل د بدعملو د کارونو په خلاف وى.
هوښيار زوئ د خپل پلار تربيت قبلوى، خو يو جاهله انسان ملامتيا ته غوږ نۀ نيسى.
کم عقل د خپل پلار تربيت ته سپک ګورى، خو هر هغه څوک چې اصلاح قبلوى نو هغه هوښيار دے.
بدکاره صرف سرکشۍ پسې ليونى وى، خو دوئ ته به سخته سزا مِلاو شى.
هر هغه څوک چې د نورو خطاګانې معاف کوى نو مينې ته وده ورکوى، خو هر هغه څوک چې يوه خبره بار بار تکراروى نو نزدې دوستان سره جدا کوى.
کۀ څوک پېغور کوونکے ووهى نو د دې نه به ساده ګان سبق زده کړى، کۀ چرې پوهه سړے ورټلے شى نو هغه به د دې نه نور عِلم زده کړى.
کۀ تۀ کم عقل په لنګرۍ کښې د تخم په شان وټکوې، خو کم عقلتوب به د هغۀ نه لاړ نۀ شى.
صرف په خبرو نوکر نۀ سميږى، اګر چې هغه پوهه وى خو بيا هم ستا خبرو ته پام نۀ کوى.
زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.