Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 16:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 په صداقت سره لږه ګټه ښۀ ده د هغه ډيرې ګټې نه چې په بې‌اِنصافۍ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 16:8
12 Iomraidhean Croise  

د يو صادق چې لږ مال او دولت وى، د بدعملو د ډېر دولت نه به قيمتى وى.


د مالِک خُدائ په يره کښې لږ آمدن غوره دے، د هغه ډېر مال دولت نه چې سکون په کښې نۀ وى.


دال ساګ دې وى خو چې مينې سره وى، کۀ چرګ وى او نفرت ورسره وى نو فائده يې څۀ ده.


کله چې مالِک خُدائ د چا د کردار نه خوشحاله وى، نو د هغۀ دشمنان به هم د هغۀ په امن کښې اوسيږى.


انسان په خپل زړۀ کښې ځان ته د تګ لاره جوړوى، خو مالِک خُدائ د هغۀ د قدمونو رهنمائى کوى.


د سکون سره سپوره روټۍ بهتره ده د هغې کور نه چې په کښې ښۀ خوراکونه د لانجو سره وى.


غريب صادق انسان د دوکه مار مالدار نه ښۀ وى.


خېر دے چې لږ وى خو چې د آرام سره وى، نه چې ډېر وى او د بې‌حده محنت سره وى. حد نه زيات محنت هوا پسې منډې وهل دى.


هغه څوک چې په ناجائزه طريقې سره مال دولت راجمع کړى هغه د هغه تيتر په شان وى چې پردۍ هګۍ وشاربى کومې چې هغې اچولې نۀ وى، نو وروستو به د هغۀ نه ټول مال دولت لاړ شى، کله چې د هغۀ عمر نيم تېر شى نو د هغۀ مال دولت به د هغۀ نه والوځى او په آخر کښې به دے خپل ځان کم عقل ثابت کړى.


آيا زۀ د بدعمله په کور کښې په بدعملۍ سره ګټلے شوې خزانې هېرې کړم، او هغه کم ناپ تول چې پرې لعنت شوے دے؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan