32 صبرناک انسان د يو طاقتور سپاهى نه بهتر دے، څوک چې په خپله غصه قابو ساتى، د هغه چا نه بهتر دے چې يو ښار فتح کوى.
په دمشق کښې د ابانه او فرفر سيندونه په اِسرائيل کښې د ټولو سيندونو نه ښۀ نۀ دى څۀ؟ ما په هغه سيندونو کښې خپل ځان نۀ شو وينځلے چې روغ شوے وے.“ نو هغه راواپس شو او په غصه کښې لاړو.
مالِک خُدائ رحيم او مهربان دے، زر نۀ په غصه کيږى او د هغۀ مينه پائيداره ده.
صبرناک سړے لويه پوهه لرى، خو غصه ناک سړے خپل کم عقلتوب په ګوته کوى.
غصه ناک سړے صرف لانجه جوړوى، خو صبرناک سړے جنګونه سړوى.
د انسان دپاره دا بهتره ده چې عاجز خويه وى او د مظلومانو سره ناسته پاسته کوى، د دې په ځائ چې د مغرورانو په غنيمتونو کښې شريک شى.
سپين وېښتۀ د عزت تاج دے، کوم چې د صداقت د ژوندون نه حاصليږى.
انسان خو مېدان ته چکه ولى، خو د هر چا فېصله د مالِک خُدائ په لاس کښې وى.
د انسان حِکمت د هغۀ غصه قابو کوى، او د بل بد ځان ته نۀ ودرول هغۀ ته عزت ورکوى.
د صبر په وجه مشر هم قائليږى، او يوه نرمه خبره هډُوکى هم ماتوى.
څوک چې خپل نفس نۀ شى قابو کولے هغه د هغه ښار په شان بېوسه دے چې دېوالونه يې غورزېدلى وى.
د څۀ سر ته رسول د هغې د شروع نه ښۀ وى، او د غرور کولو نه صبر کول ښۀ دى.
خپله غصه په قابو کښې ساته، ځکه چې د کم عقل دماغ د غصې کور وى.
بدۍ ته خپل ځان مۀ ښکته کوئ بلکې د نېکۍ په وسيله پرې بدۍ غالب شئ.
لکه د خُدائ پاک د ګرانو بچو په شان، نو هغه د خپل ژوند مثال وګرځوئ.
اے زما وروڼو او خوېندو، دا خبره ياده ساتئ چې هر څوک دې په اورېدو کښې تېز او په وينا کښې قلاره او په غصه کښې سوړ وى.
هر څوک چې کامياب شى هغه به ما سره په تخت کښېنى، لکه څنګه چې زۀ په خپله کامياب شوم او د خپل پلار سره د هغۀ په تخت کښېناستم.