30 هر هغه څوک چې سترګې وروځې وهى هغه کږې وَږې منصوبې جوړوى، او څوک چې خپلې شونډې مروړى نو هغه په غلطو منصوبو سر شوى وى.
هغه څوک چې په ټګۍ سره سترګې وهى نو د تکليف باعث کيږى، او په بېفکره خبرو سره به کم عقل تباه شى.
بدعمله داسې کار لټوى چې نورو ته ترې نه تکليف ورسيږى، د هغوئ خبرې هم سوزونکے اور ورَوى.
ظالمان خپل دوستان بېلارې کوى او د تباهۍ طرف ته يې بوځى.
سپين وېښتۀ د عزت تاج دے، کوم چې د صداقت د ژوندون نه حاصليږى.
د هغوئ زړونه سخت کړه، د هغوئ غوږونه کاڼۀ کړه او د هغوئ سترګې ړندې کړه، داسې نۀ وى چې هغوئ په خپلو سترګو وګورى او په خپلو غوږُونو واورى او خپلو زړونو کښې پوهه شى او زما طرف ته شفا دپاره راتاو شى.“
د هغوئ دواړه لاسونه په غلطو کارونو کښې تکړه دى، حکمرانان تحفې غواړى، قاضيان رشوت قبلوى، زورَور هغه حکم کوى چې څۀ يې خوښ وى. دوئ ټول يو ځائ سازشونه کوى.
ځکه چې د دې اُمت زړونه سخت شوى دى، غوږونه يې کاڼۀ شوى او سترګې يې پټې شوې دى. ګنې د هغوئ سترګو خو به ليدل، د هغوئ غوږونو به اورېدل او د هغوئ زړونه به پوهېدل، او بيا به هغوئ واپس راګرځېدلى وے او ما به روغ کړى وے.“
هر څوک چې بد کار کوى نو د نُور نه نفرت کوى او نُور ته نۀ راځى د دې دپاره چې د هغوئ بدکارونه ښکاره نۀ شى.