Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 16:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 بدعمله داسې کار لټوى چې نورو ته ترې نه تکليف ورسيږى، د هغوئ خبرې هم سوزونکے اور ورَوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 16:27
15 Iomraidhean Croise  

په جِلجال کښې داسې وشول چې د بنيامين د قبيلې يو بدمعاش سړے وو. هغه د بِکرى زوئ وو او نوم يې شيبا وو. هغۀ بيګل وغږولو او چغه يې کړه، ”نۀ به د داؤد نه په ميراث کښې مونږ ته څۀ مِلاو شى او نۀ مونږ ته د هغۀ نه د مِلاوېدو څۀ اُميد شته. اے بنى اِسرائيلو راځئ چې خپلو کورونو ته ځُو.“


د يروونکو زمرو په مينځ کښې راګېر شوے يم، کوم چې د بنيادم غوښو خوړلو ته اوږے ناست وى، او د چا غاښونه چې د نېزو او غشو په شان وى او ژبې يې تېرې تُورې وى.


د مزدور لوږه هغه په کار لګيا کوى، ځکه چې هغه خپله لوږه ختمول غواړى.


بدکاره انسان لانجه جوړوى، چغلخور نزدې دوستان په خپلو کښې جدا کوى.


هر هغه څوک چې سترګې وروځې وهى هغه کږې وَږې منصوبې جوړوى، او څوک چې خپلې شونډې مروړى نو هغه په غلطو منصوبو سر شوى وى.


بدکاره ګواه اِنصاف پورې خندا کوى، او بدکاران د شرارت نه خوند اخلى.


تۀ د دوئ داسې تلاش وکړه لکه د سپينو زرو چې کوې او يا يې داسې لټون وکړه لکه چې د پټې خزانې کوې.


بدمعاشان او کمينه خلق، ټوله ورځ تش دروغ وائى.


د هغوئ کاږۀ زړونه خرابې منصوبې جوړوى، نو دغه شان هغوئ تل په هر ځائ کښې سرخوږے پېدا کوى.


په تاسو افسوس څوک چې د شګى مزى پورې خپل ګناهونه راکاږئ، او څوک چې د غوَيانو د ګاډۍ په شان خپله بدعملې ځان پسې راکاږئ.


آيا مالِک خُدائ ربُ الافواج دا نۀ ده مقرره کړې چې د خلقو محنت صرف د اور دپاره خشاک دے، او قومونه خپل ځانونه هسې ستړى کوى؟


او ژبه هم اور دے، دا زمونږ په اندامونو کښې د شرارت يوه دُنيا ده، دا په ټول وجود کښې بدى پېدا کوى او زمونږ په ټول ژوندون کښې اور لګوى، او په خپله د دوزخ په اور کښې سوزيږى.


دا زمونږ د نېک او د هغۀ د مکمل خاندان دپاره د تباهۍ سبب جوړېدے شى. هغه دومره بداخلاقه سړے دے چې د هيچا خبره به هم نۀ اورى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan