25 يوه داسې لار شته چې انسان ته صحيح ښکارى، خو په آخر کښې هغه د مرګ طرف ته تلې وى.
کم عقلو ته خپل چال چلن ښۀ ښکارى، خو هوښيار سړے نصيحت ته غوږ نيسى.
صادق انسان په دوستانه کښې احتياط کوى، خو د بدعمله چال چلن يې په غلطه لار بوځى.
د هر کس په وړاندې يوه لار وى چې هغۀ ته ښۀ ښکارى خو په آخر کښې د دې خاتمه مرګ وى.
د مزدور لوږه هغه په کار لګيا کوى، ځکه چې هغه خپله لوږه ختمول غواړى.
ځينى فريسيان چې د هغۀ سره نزدې ولاړ وُو د هغۀ دا خبرې يې واورېدلې او تپوس يې ترې وکړو، ”ولې مونږ ړاندۀ يُو څۀ؟“
خو په حقيقت کښې ما اول هم دا خبره ضرورى ګڼله چې د عيسىٰ ناصرى د نوم خلاف ډېر څۀ کارونه وکړم.
تاسو خپل ځانونه وآزمايئ چې ستاسو ايمان په ځائ دے او کۀ نه. خپل ځانونه ولټوئ. ولې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې عيسىٰ مسيح په تاسو کښې اوسيږى؟ کۀ په تاسو کښې هغه نۀ وى، نو بيا ستاسو ايمان بېځايه دے.