24 نرمې خبرې د شاتو د ګبين په شان وى، د ځان دپاره خوږې او د هډوکو دپاره درمان وى.
ستا کلام زما دپاره څومره خوږ دے زما د خولې دپاره د شاتو نه ډېر خوږ دے
خواهش يې د زرو نه زيات دے، د سوچه زرو نه هم زيات دے، دا د شاتو نه هم ډېر خوږ دے، د هغه شاتو نه چې د ګبين نه راڅاڅى.
د بېپرواهۍ خبرې د تُورې په شان غوڅول کوى، خو د عقلمند ژبه پرهرونو له شفا ورکوى.
انسان په مناسب جواب ورکولو خوشحاليږى، په مناسب وخت کښې ټيک خبره کول څومره ښۀ وى.
مالِک خُدائ د بدو منصوبو نه نفرت کوى، خو هغه په پاکو خبرو خوشحاليږى.
خوشحاله زړۀ د ټول بدن دپاره ښۀ دوائى ده، خو مات زړۀ هډُوکى هم اوچوى.
دننه روح به په ما کښې په ټوپونو شى کله چې تۀ رښتيا خبرې کوې.
لکه څنګه چې عطر او خوشبو د انسان زړۀ خوشحالوى، هم دغه شان ښې مشورې دوستان خوشحالوى.
نو په دې به ستا بدن رغيږى او ستا هډُوکى به پرې تازه شى.
نو دا به هغوئ له ژوند ورکړى چې څوک يې پېدا کوى، او د هغوئ ټول وجود له به صحت ورکړى.
د معلِم کوشش دا وو چې خوږې خبرې ولټوى، او ديانتدارۍ سره رښتينى خبرې وليکى.
زما ناوې، ستا د شونډو نه د شاتو د ګبين په شان خوږوالے راڅاڅيږينه، ستا د ژبې لاندې شات او پئ پراتۀ دينه، ستا د جامو نه لکه د لبنان د دِيار په شان خوشبو راځينه
اے مالِکه، ربُ الافواجه خُدايه، هرکله به چې ستا کلام په ما نازل شو، نو هغه ما وخوړلو، هغۀ ما ته او زما زړۀ ته خوشحالى راکړه، ځکه چې ما پورې ستا نوم تړلے شوے دے.
زما تعليمات به د باران په شان راپرېوځى، او زما پېغام به د پرخې په شان راکوزيږى. پرېږده چې زما خبرې په تازه واښو باندې د باران په شان راپرېوځى، او چې د نرى باران په شان په شنو بوټو باندې ووريږى.
نو ما هغه ورکوټے طومار د فرښتې د لاس نه واخستو او ومې خوړلو. دا زما په خولۀ لکه د شاتو خوږ ولګېدو خو چې مې تېر کړو نو زما خېټه يې ترخه کړه.