23 د قابل سړى زړۀ د هغۀ خولۀ قابو کوى، او د هغۀ کلام موثر کوى.
”يو هوښيار کس دې تشې خبرې وکړى څۀ، او هغه دې هسې بېمطلبه خبرې وکړى څۀ؟
خو پرېږده چې هوښيار مشران درته ښودنه وکړى، او د هغوئ وېنا ته غوږ نيسه.
زړۀ کښې مې وګرځېدله څۀ ښکلې شان خبره د بادشاه په حقله زۀ وايم ښۀ غوندې سندره، د ماهر ليکوال په شان قلم دے زما ژبه.
صادقان د جواب ورکولو نه وړاندې سوچ کوى، خو د بدکاره خولۀ فساد نولى.
د هوښيارانو شونډې عِلم خوروى، خو د بېعقله په زړۀ کښې داسې څۀ نۀ وى.
څوک چې هوښيار وى هغه تميزدار ګڼلے شى، نرمې خبرې په هدايت کولو کښې ښۀ اثر کوى.
د هغه چا دپاره حِکمت د ژوند سرچينه ده څوک يې چې لرى. خو کم عقلتوب د بېوقوفه دپاره د سزا باعث کيږى.
نو بيا به تۀ تميز حاصل کړې، او ستا شونډې به عِلم او حِکمت محفوظوى.
د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.