Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 16:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 د هغه چا دپاره حِکمت د ژوند سرچينه ده څوک يې چې لرى. خو کم عقلتوب د بې‌وقوفه دپاره د سزا باعث کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 16:22
16 Iomraidhean Croise  

د صادق خولۀ د ژوند چينه ده، خو بدعمله په خپلو چالاکه خبرو سره خپل شرارت پټوى.


د هوښيارانو تعليم د ژوند سرچينه وى، کوم چې انسان د مرګ د دامونو نه بچ کوى.


د مالِک خُدائ يره د ژوندون سرچينه ده، کوم چې انسان د مرګ د دامونو نه ساتى.


د هوښيارانو ژبه عِلم خوندور کوى، خو د بې‌وقوفه خولۀ د کم عقلتوب سرچينه ده.


صادقان د جواب ورکولو نه وړاندې سوچ کوى، خو د بدکاره خولۀ فساد نولى.


څوک چې هوښيار وى هغه تميزدار ګڼلے شى، نرمې خبرې په هدايت کولو کښې ښۀ اثر کوى.


د قابل سړى‎‎‎‎‎‎‎‎‎ ‎زړۀ ‎‎د هغۀ خولۀ قابو کوى، او د هغۀ کلام موثر کوى.


د انسان د خولې خبرې لکه ژورې اوبۀ دى، او د حِکمت چينه لکه بهېدونکې وله ده.


د کم عقل خولۀ د هغۀ خپله تباهى ده، او د هغۀ خبرې د هغۀ د خپل ځان دام دے.


دوئ به ستا روح تازه ساتى، او دا به ستا په غاړه د فضل هار وى.


د دوئ پرواه مۀ کوئ. دا ړاندۀ لارښودونکى دى، نو کۀ چرې يو ړوند بل ړوند ته لارښودنه کوى نو دواړه به په کنده کښې وغورزيږى.“


زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى. او هغه به مجرم نۀ شى ځکه چې هغه د مرګ نه ژوندون ته اوړېدلے دے.


دا د خُدائ پاک روح دے چې ژوند ورکوى، انسانى بدن بې‌فائدې دے. کومې خبرې چې ما تاسو ته کړې دى هغه روح او ژوند دے.


شمعون پطروس ورته جواب ورکړو، ”مالِکه، چا له به مونږ لاړ شُو؟ تا سره خو د تل ژوندون خبرې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan