14 د بادشاه غضب د مرګ پېغام دے، خو هوښيار انسان به د هغۀ قهر سړوى.
فِرعون دې دواړو آفسرانو ته سخت غصه شو
بادشاه په غصه کښې پاڅېدو، د مېلمستيا نه روان شو او د محل باغونو ته بهر لاړو. همان ته پته ولګېده چې بادشاه د هغۀ د وژلو اراده لرى، نو هغه ايسار شو د دې دپاره چې اِستَر ته د خپل ژوند د بچ کولو سوال وکړى.
غصه ناک سړے صرف لانجه جوړوى، خو صبرناک سړے جنګونه سړوى.
بادشاهان د رښتينو شونډو نه خوشحاليږى، او هغوئ هغه انسان سره مينه کوى څوک چې رښتيا وائى.
هر کله چې د بادشاه تندے روڼ وى نو دا د ژوندون زېرے دے، نو په دې وخت کښې د هغۀ رحم داسې وى لکه د سپرلى وريځې چې باران ورَوى.
بدکاره صرف سرکشۍ پسې ليونى وى، خو دوئ ته به سخته سزا مِلاو شى.
د بادشاه غصه د ازمرى د غړمبېدو په شان وى، خو د هغۀ احسان لکه په کبل د پرخې په شان وى.
د بادشاه غصه لکه د زمرى د غړمبېدو په شان وى، هر هغه څوک چې دے غصه کړى نو خپل ژوند په خطره کښې اچوى.
ډېر د دې په کوشش کښې وى چې حکمران ورسره ښۀ وى، خو دا د مالِک خُدائ د طرف نه ده چې انسان ته اِنصاف ملاويږى.
مسخره کوونکى ښارونه راپاروى، خو هوښيار انسان غصه سړوى.
کۀ حکمران درته غصه شى نو خپل ځائ مۀ پرېږده، ځکه چې ستا سړه رويه د هغۀ سخته غصه قلارولے شى.
نو په دې اورېدو سره دانيال سمدستى بادشاه له ورغلو او د هغۀ نه يې وخت وغوښتلو، چې دے به ورته د خوب تعبير ورکړى.
نو بادشاه سمدستى سپاهى له حُکم ورکړو چې، ”لاړ شه، د يحيىٰ سر راوړه.“ سپاهى لاړو په قېدخانه کښې يې د هغۀ سر پرې کړو
نو هيروديس د صور او د صيدا خلقو ته په قهر وو نو په دې وجه هغوئ ورته د صلحې دپاره جرګه ورولېږله ځکه چې د هغوئ ښارونه د خوراک دپاره د هيروديس د مُلک محتاجه وُو. د سفارش کولو دپاره جرګې خپل ځان سره د بادشاه د دربار ناظر بلستوس ملګرے کړو.
نو مونږ د مسيح پېغام وړُونکى يُو او خُدائ پاک زمونږ په وسيله دا خواست کوى، مونږ د مسيح د طرف نه تاسو ته مِنت کوُو چې د خُدائ پاک سره صُلح وکړئ.