13 بادشاهان د رښتينو شونډو نه خوشحاليږى، او هغوئ هغه انسان سره مينه کوى څوک چې رښتيا وائى.
بادشاه په هوښيار نوکر خوشحاليږى، خو هغه څوک چې شرمېدلى کارونه کوى د هغۀ قهر راوچتوى.
بادشاهان د غلط کارونو نه نفرت کوى، ځکه چې د هغوئ تخت د صداقت په بنياد جوړ دے.
د بادشاه غضب د مرګ پېغام دے، خو هوښيار انسان به د هغۀ قهر سړوى.
څوک چې په زړۀ صفا وى او خوږې خبرې کوى، نو بادشاه به هم د هغۀ دوست شى.