Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 15:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 15:8
26 Iomraidhean Croise  

کله چې ابى‌سلوم نذرانې پېش کولې نو هغۀ اخى‌تُفل جلونے هم راوغوښتو څوک چې د داؤد مشير وو، چې د خپل ښار جلوه نه راشى. د بادشاه خِلاف منصوبه مضبوطه شوه او د ابى‌سلوم کسان زياتېدل.


مالِک خُدائ د سليمان په دې غوښتنه باندې خوشحاله شو،


ما ته پته ده چې تۀ د هر چا زړۀ معلوموې او د خلقو په صداقت خوشحاليږى. په روغ نېت او خلوص سره ما دا هر څۀ تا له درکړى دى او ما ته پته لګېدلې ده چې کوم خلق دلته راغونډ شوى دى هغوئ تا له څومره په شوق او خوشحالۍ سره نذرانې راوړى.


زما دُعا دې ستا په حضور کښې د خوشبو په شان شى، او زما د لاسونو اوچتول دې تا ته لکه د ماښام د قربانۍ په شان قبول شى.


اے مالِکه خُدايه، زما د اِنصاف درخواستونه واوره، زما د مدد کولو فريادونه واوره. زما دُعا ته ورکړه پاملرنه، په صادقو شونډو چې کړمه سوالونه.


د کوم شى نه چې بدکاره يريږى نو هم هغه به يې راګېر کړى، خو صادق چې د کوم شى خواهش وکړى هغه به ورله ورکړے شى.


مالِک خُدائ د بدعمله خلقو نه لرې وى، خو هغه د صادقانو دُعاګانې اورى.


د هوښيارانو شونډې عِلم خوروى، خو د بې‌عقله په زړۀ کښې داسې څۀ نۀ وى.


د بدکاره د قربانۍ نه مالِک خُدائ کرکه کوى، نو د هغې نه به نور څومره کرکه کوى کومه چې په بدنېتۍ سره کيږى.


صداقت او اِنصاف کول مالِک خُدائ دا د قربانۍ نه زيات خوښوى.


خُدائ پاک د هغه چا د دُعا نه نفرت کوى څوک چې د شريعت نه مخ اړوى.


کله چې تۀ د خُدائ پاک کور ته ځې نو چې څۀ کوې هغه ډېر خيال سره کوه. د اورېدلو دپاره د خُدائ پاک حضور ته تلل بهتر دى د کم عقلانو په شان د قربانو پېش کولو نه، خُدائ پاک ته بې‌سوچه نذرانې پېش کول بدعملى ده.


زما ګوګوشتکې په کمر کښې د ګټانو شاته خپل ځان پټ کړے دېنه. زۀ ستا مخ ليدل غواړمه، او ستا آواز اورېدل غواړمه. ځکه چې ستا آواز خوږ دېنه، او ستا مخ ښائسته دېنه.


مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ د اِنصاف سره مينه کوم او زۀ د غلا او بدۍ نه نفرت کوم. زۀ به وفادارۍ سره خپلو خلقو له د هغوئ اجر ورکړم او د هغوئ سره به د همېشه دپاره يو لوظ وکړم.


خو څوک چې غوَيے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې انسان حلال کړى، څوک چې يو ګډُورے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې د يو سپى څټ مات کړى، څوک چې د غلې نذرانه پېش کړى هغه داسې دے لکه چې د خنزير وينه پېش کړى، څوک چې خوشبوئى پېش کړى هغه داسې دے لکه چې بُت پرستى وکړى. دې خلقو خپلې غلطې لارې خوښې کړې دى، او د دوئ ځان په خپلو حرامو څيزونو خوشحاليږى.


نو بيا يې څۀ فائده ده چې دوئ د شيبا نه ما ته عطر راوړى دى، او يا د لرې مُلکونه نه قيمتى خوشبودارې مصالحې راوړى دى. زۀ به ستاسو سوزېدونکې نذرانې نۀ قبلوم. ستاسو په قربانو زۀ نۀ خوشحالېږم.


څنګه چې تا دُعا شروع کړه نو هغې ته جواب ورکړے شو، زۀ د هغې وئيلو دپاره تا له راغلم ځکه چې تۀ ډېر قدرمند يې. په دې وجه دې پېغام ته په خيال سره غوږ شه او په رويا ځان پوهه کړه.


کۀ د سلامتۍ نذرانې نه څۀ په درېمه ورځ هم وخوړلے شى، نو خُدائ پاک به د هغه کس نذرانه قبوله نۀ کړى. دا نذرانه به د هغۀ په فائده کښې حِساب نۀ شى بلکې ناپاکه به وګڼلے شى او چې څوک هم دا وخورى نو هغۀ ته به د خپلو بدو سزا مِلاو شى.


”زۀ د څۀ سره د مالِک خُدائ د وړاندې راشم او د لوئ خُدائ پاک په وړاندې سجده وکړم؟ آيا زۀ د هغۀ په وړاندې د يو کلن سخو د سوزېدونکو قربانو سره راشم؟


آيا مالِک خُدائ به په زرګونو ګډانو، او د زيتُونو د تېلو په زرګونو نِهرونو خوشحاله شى؟ آيا زۀ خپل وړومبے پېدا شوے ماشوم د خپلو ګناهونو دپاره پېش کړم، او د خپل بدن مېوه د خپل روح د ګناهونو دپاره؟“


بيا حجى وفرمائيل، ”زما په نظر کښې د دې خلقو او د دې قوم هم دا حال دے. مالِک خُدائ فرمائى چې، دوئ چې څۀ کوى او څۀ قربانى کوى هغه ناپاک دى.


”اے کاش چې په تاسو کښې يو کس د عبادتخانې دروازې بندې کړى، نو چې تاسو نور بې‌فائدې اور زما په قربان‌ګاه بل نۀ کړئ. زۀ تاسو نه خوشحاله نۀ يم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”او زۀ به ستاسو د لاسونو نه نذرانې قبولې نۀ کړم.


خُدائ پاک روح دے او هر څوک چې د هغۀ عبادت کوى نو هغه دې هم په روح او په رښتيا د هغۀ عبادت کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan