7 د هوښيارانو شونډې عِلم خوروى، خو د بېعقله په زړۀ کښې داسې څۀ نۀ وى.
زۀ په خپله خولۀ د هغوئ بيان کوم هغه ټول قوانين کوم چې ستا د خولې نه صادر شوى دى.
نېکان خلق خبرې د حکمت کړى، او د هغوئ ژبه د اِنصاف خبرې کړى.
په ټولو سړو کښې د هر چا نه ښائسته يې تۀ ستا د خولې خبرې ښکلې ملغلرې دى، د تل دپاره تۀ خُدائ بختور کړے يې.
د هوښيارانو ژبه عِلم خوندور کوى، خو د بېوقوفه خولۀ د کم عقلتوب سرچينه ده.
د صادق په کور کښې لويه خزانه وى، خو د بدکاره ګټه هغوئ ته تکليف ورکوى.
مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.
د قابل سړى زړۀ د هغۀ خولۀ قابو کوى، او د هغۀ کلام موثر کوى.
نو بيا به تۀ تميز حاصل کړې، او ستا شونډې به عِلم او حِکمت محفوظوى.
د هوښيار سړى زړۀ به صحيح لار غوره کوى او د کم عقل سړى زړۀ به خرابه لار غوره کوى.
زما ناوې، ستا د شونډو نه د شاتو د ګبين په شان خوږوالے راڅاڅيږينه، ستا د ژبې لاندې شات او پئ پراتۀ دينه، ستا د جامو نه لکه د لبنان د دِيار په شان خوشبو راځينه
څۀ چې زۀ تاسو ته په تيارۀ کښې وايم نو تاسو يې په رڼا کښې وايئ. څۀ چې تاسو ته په غوږ کښې ووئيلے شى هغه تاسو د چت دپاسه په چغو وايئ.
اے د مارانو بچو، ستاسو خبرې څنګه ښې کېدے شى چې په خپله تاسو ښۀ نۀ يئ؟ ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.
بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ټولې دُنيا ته لاړ شئ او زما د زيرى وعظ ټول مخلوق ته وکړئ.
خرابه او پوچه خولۀ مۀ استعمالوئ. کومه خبره چې کوئ چې هغه نېکه او چې د نورو دپاره مدد کوونکى وى، نو څوک چې ستاسو خبرې واورى چې د هغوئ د جوړولو دپاره د ډاډ او برکت باعث وى.
او کومې خبرې چې تا د ډېرو ګواهانو په موجودګۍ کښې زما نه اورېدلى دى هغه داسې وفادارو کسانو ته په حواله کړه څوک چې نورو ته د تعليم ورکولو لائق وى.
او ژبه هم اور دے، دا زمونږ په اندامونو کښې د شرارت يوه دُنيا ده، دا په ټول وجود کښې بدى پېدا کوى او زمونږ په ټول ژوندون کښې اور لګوى، او په خپله د دوزخ په اور کښې سوزيږى.