31 هغه څوک چې ښې رټنې ته غوږ نيسى، نو هغوئ به په هوښيارانو کښې وشميرلے شى.
راشئ او زما سختې خبرې واورئ. زۀ به خپل زړۀ نه تاسو خبر کړم او تاسو به هوښيار کړم.
څوک چې تربيت نظر انداز کوى هغوئ به غريب او شرمنده شى، خو څوک چې نصيحت قبلوى هغه به عزتمند شى.
څوک چې هوښيارانو سره ګرځى هغه هوښياريږى، خو د کم عقلو دوستانه نقصان ورکوى.
روڼ تندے زړۀ ته خوشحالى ورکوى، او ښۀ زيرے بدن تازه کوى.
هغه څوک چې تربيت رد کوى د خپل ځان سپکاوے کوى، خو هغه څوک چې تربيت قبلوى نو دے عقلمندى حاصلوى.
کم عقل د خپل پلار تربيت ته سپک ګورى، خو هر هغه څوک چې اصلاح قبلوى نو هغه هوښيار دے.
هوښياران تل د عِلم حاصلولو په لټون کښې وى، او د هغوئ غوږونه د عِلم زده کولو دپاره تيار وى.
نصيحت ته غوږ ونيسه او هدايت قبول کړه، نو په آخر کښې به تۀ هم هوښيار شې.
د يو هوښيار سړى تنبيه د هغه غوږ دپاره څوک اورېدلے شى لکه د سرو زرو والۍ او يا د سوچه سرو زرو کالى په شان ده.
ښۀ خبره دا ده چې هوښيار دې ورَټى په ځائ د دې نه چې د کم عقلو خلقو د خوشامندۍ سندرې واورې.
اوس غوږ ونيسئ او ما له راشئ، نو تاسو به ژوندى اوسئ. زۀ به تاسو سره يو نۀ ختمېدونکے لوظ وکړم او زۀ به تاسو له هغه نۀ ختمېدونکې مينه درکړم چې ما يې د داؤد سره لوظ کړے وو.
هغوئ زمونږ د قبيلې نه ووتل ځکه چې د هغوئ مونږ سره په رښتيا تعلق نۀ وو، نو کۀ چرې هغوئ زمونږ وے نو هغوئ به مونږ سره تعلق ساتلو. کله چې هغوئ لاړل نو د دې نه دا ثابته شوه چې هغوئ زمونږ نۀ وُو.