25 مالِک خُدائ د مغرور کور سر د لاندې راغورزوى، خو هغه د کونډې جائيداد محفوظ ساتى.
هغوئ د بېاولاده مور سره ټګى کوى، او د کونډې سره ښۀ نۀ کوى.
خو تا په خپله دا تکليفونه او خفګان وليدلو، او تۀ په خپله دا وينې او عدالت کوې. تا ته ځان سپارلے دے بېوسه مظلومانو، مل يې تۀ او حفاظت کوې د بېپلارانو.
کۀ څۀ هم چې مالِک خُدائ ډېر اوچت دے، خو بيا هم د ښکته خلقو خيال ساتى، خو هغه کبرژن د ډېر لرې نه پېژنى.
مالِک خُدائ د مسافرو خيال ساتى، او يتيمانو او کونډو ته خوراک ورکوى، خو هغه د بدعملو منصوبې او طريقې خرابوى.
تۀ ولې په خپلو بدو فخر کوې زورَوره؟ ولې تۀ خبر نۀ يې چې د خُدائ مينه وى د تل دپاره؟
خو خُدائ به تاسو د تل دپاره تباه کړى. د کور نه به دې راونيسى او د ژوندو د دُنيا نه به دې بېخ ختم کړى،
بدعمله خلق مړۀ شى او فنا شى، خو د صادقانو خاندان کلک ولاړ وى.
د بدعمله کور به تباه شى، خو د صادقانو خېمه به آباده شى.
مالِک خُدائ د بدو منصوبو نه نفرت کوى، خو هغه په پاکو خبرو خوشحاليږى.
په زمکه کښې هغه د حد بندۍ وړومبے کاڼے مۀ بېځايه کوه او مۀ د يتيمانو په زمکه باندې قبضه کوه.
نېکى کول زده کړئ. او ګورئ چې اِنصاف کيږى، د چا سره چې ظلم شوے وى د هغوئ مدد کوئ، يتيمانانو له خپل حقُونه ورکوئ او د کونډو د حق دِفاع کوئ.“
په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج ټول طاقتور خلق او هغه هر څوک چې مغروره يا لوئ وى، هغه ټول به عاجزه کړى.
ښۀ خورى او څربه کيږى او د هغوئ د بدو کارونو څۀ حد نشته دے. او نۀ هغوئ د يتيمانانو سره مدد کوى چې ورته هغه څۀ مِلاو شى کوم يې چې حق دے، او نۀ د غريبانانو مدد کوى.
خو کله چې د هغۀ زړۀ مغروره شو، او کبر يې اختيار کړو، نو هغه د خپلې بادشاهۍ تخت نه کوز کړے شو او هغه د خپل عزت نه محروم کړے شو.
د خپل ګاونډى د جائيداد د حد کاڼے مۀ بېځايه کوئ، کوم چې د مخکښې نه په هغه مُلک کښې لګېدلے وى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.
د خُدائ پلار په وړاندې چې خالص او پاک دين دے يعنې هغه دا چې د يتيمانانو او کونډو په مشکلاتو کښې د هغوئ مدد وکړئ او خپل ځان د دُنيا د ګندګۍ نه وساتئ.
اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“