24 د هوښيارانو لار هغه بره د ژوندون طرف ته بوځى، چې هغه قبر ته لاندې د تلو نه وساتى.
ما ته وګوره کۀ چرې کومه غلطه طريقه په ما کښې وى، ما د تل ژوندون لارو ته رهنمائى کړه.
تۀ به ما ته د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما له راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې.
د هغې کور ته تلل مرګ ته دعوت دے، او د هغې د کور لار د قبر لار ده.
هغۀ ته په چوکه سزا ورکړئ او هغه به د عالمِ ارواح نه بچ کړئ.
د صادقانو لار د سحر د رڼا په شان ده، تر هغې ځليږى او لا نوره هم زياتيږى ترڅو چې د ورځې رڼا نۀ وى راښکاره شوى.
د هغې پښې د مرګ په طرف روانې دى، او د هغې قدمونه سيدها د قبر طرف ته لارښودنه کوى.
نو د هغوئ حُکمونه ډيوه ده او د هغوئ هدايت رڼا ده، او د هغوئ اصلاح د ژوندون لار ده.
د هغې کور د قبر طرف ته لار ده، او دا د مرګ دالان ته لارښودنه کول دى.
نو تۀ کله هم د مسخره کوونکى رټنه مۀ کوه هغه به ستا نه نفرت کوى، هوښيار ته تنبيه ورکړه هغه به تا سره مينه کوى.
بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې دې خلقو ته ووايه چې، ”زۀ، مالِک خُدائ ستاسو په وړاندې دوه لارې پېش کوم چې يوه د ژوند او بله د مرګ لاره ده.
خو کومه دروازه چې د ژوند په لورې ده هغه وړه ده او لاره يې تنګه ده، او د دې پېدا کوونکى هم لږ دى.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
زما قهر به د اور په شان لمبې ووهى او په زمکه باندې هر څيز به وسوزوى. دا به لاندې دُنيا ته ورسيږى او د غرونو بېخونه به تباه کړى.
خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو.