23 انسان په مناسب جواب ورکولو خوشحاليږى، په مناسب وخت کښې ټيک خبره کول څومره ښۀ وى.
رښتيا خبرې څومره د درد نه ډکې وى. خو ستاسو د دې بحث نه مطلب څۀ دے؟
انسان د خپلو شونډو په مېوه په ښۀ څيزونو مړيږى، لکه څنګه چې د هغۀ د لاسونو محنت دۀ له اجر ورکوى.
اندېښمن زړۀ انسان لاندې کوى، خو نرمې او د ډاډ خبرې به هغه خوشحاله کړى.
چرته چې صلاح مشوره نۀ وى نو هلته منصوبې ناکامه شى، خو د ډېرو مشوره ورکوونکو په ذريعه کاميابې حاصليږى.
بادشاهان د رښتينو شونډو نه خوشحاليږى، او هغوئ هغه انسان سره مينه کوى څوک چې رښتيا وائى.
نرمې خبرې د شاتو د ګبين په شان وى، د ځان دپاره خوږې او د هډوکو دپاره درمان وى.
څوک چې هر وخت رښتينے جواب درکوى هغه اصلى دوست دے.
د هر څيز خپل وخت وى، د هر کار دپاره په مخ د زمکې وخت مقرر وى.
خُدائ تعالىٰ ما له د يو اُستاذ ژبه راکړې ده، د دې دپاره چې ستړو خلقو له تسلى ورکړم. هر سحر هغه ما پاڅوى او هغه زما په زړۀ کښې دا جذبه اچوى چې د هغۀ ښودنې ته غوږ ونيسم.
کله چې هغه دوو مريدانو د هغۀ دا خبره واورېدله نو عيسىٰ پسې روان شول.
کله چې مريم دا واورېدل نو سمدستى پاڅېده او عيسىٰ له ورغله.
خرابه او پوچه خولۀ مۀ استعمالوئ. کومه خبره چې کوئ چې هغه نېکه او چې د نورو دپاره مدد کوونکى وى، نو څوک چې ستاسو خبرې واورى چې د هغوئ د جوړولو دپاره د ډاډ او برکت باعث وى.