22 چرته چې صلاح مشوره نۀ وى نو هلته منصوبې ناکامه شى، خو د ډېرو مشوره ورکوونکو په ذريعه کاميابې حاصليږى.
کۀ تۀ خپل ژوند او خپل زوئ سليمان بچ کول غواړې نو زۀ به يوه مشوره درکړم.
داؤد بادشاه د هغه ټولو آفسرانو سره مشوره وکړه چې زرو سړو د ډلو او د سلو سړو د ډلو مشران وُو.
خو بغېر د رهنمايۍ نه په يو قوم باندې زوال راځى، خو ډېر مشوره ورکوونکى کاميابى يقينى کوى.
کم عقلتوب هغه سړے خوشحالوى څوک چې ناپوهه وى، خو هوښيار سړے په سيدها لار روان وى.
انسان په مناسب جواب ورکولو خوشحاليږى، په مناسب وخت کښې ټيک خبره کول څومره ښۀ وى.
د نصيحت په رڼا کښې منصوبې جوړوه، د جنګ نه وړاندې ښۀ مشوره کوه.
د جنګ کولو دپاره د ښۀ هدايت ضرورت وى، او د ګڼو مشوره ورکوونکو سره کاميابى يقينى وى.
ځکه چې د هر څيز دپاره يو وخت او يوه طريقه وى، خو انسان له ډېر غمونه برداشت کول په کار دى.