20 هوښيار زوئ د خپل پلار دپاره د خوشحالۍ ذريعه ده، خو بېوقوفه خپلې مور ته سپک ګورى.
او بادشاه دا هم وفرمائيل، راځئ، د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړُو، چې هغۀ زما د اولاد نه يو کس زما نه پس بادشاه جوړ کړو او هغۀ زۀ ژوندے پرېښودم چې دا وګورم.“
تر څو چې دې سزا نۀ وى ورکړې چې هغه پرې نۀ ږدې. ځکه چې تۀ د حِکمت خاوند يې او تا ته به پته ولګى چې څۀ کول په کار دى، او تۀ به دا خبره يقينى کوې چې هغه په سخت مرګ مړ شى.“
حيرام ته چې کله د سليمان پېغام مِلاو شو نو ډېر زيات خوشحاله شو او هغۀ ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى چې هغۀ نن داؤد له يو هوښيار زوئ ورکړے دے چې د هغۀ په ځائ د دې عظيم قوم بادشاه شى.“
د خپل مور او پلار عزت کوئ، نو تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې زۀ درکوم.
دا د سليمان متلونه دى، يو هوښيار زوئ خپل پلار له خوشحالى ورکوى، خو کم عقل زوئ خپلې مور له غم ورکوى.
هوښيار زوئ د خپل پلار تربيت قبلوى، خو يو جاهله انسان ملامتيا ته غوږ نۀ نيسى.
د ناراسته لار د ازغو ډکه وى، خو د نېکانو لارې لکه د پوخ سړک په شان وى.
خپل پلار ته غوږ نيسه، چا چې تا له ژوند درکړے دے، او د خپلې مور بېعزتى مۀ کوه کله چې هغه بوډۍ شى.
د صادق سړى پلار ډېر خوشحاله وى، هغه څوک چې هوښيار زوئ لرى په هغۀ باندې فخر کوى.
کوم انسان چې د حِکمت سره مينه کوى نو هغه خپل پلار خوشحالوى، خو د کنجرو دوست خپل مال حال الوځوى.
هغه سترګې چې د خپل پلار پورې ټوقې کوى، او خپلې مور ته سپک ګورى، نو د صحرا په ټپوسانو به راويستلے شى، او لاش به يې د صحرا د ګنجۍ خوراک شى.
ستاسو هر يو کس دې د خپل مور او پلار عزت کوى او د سبت ورځ مانځئ، چې څنګه ما حُکم درکړے دے. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
خو تاسو ته د تيموتيوس د اهميت پته ده چې هغۀ ما سره لکه د يو زوئ چې د پلار سره خِدمت کوى نو دغه شان هغۀ ما سره د زيرى په خورولو کښې خِدمت وکړو.