2 د هوښيارانو ژبه عِلم خوندور کوى، خو د بېوقوفه خولۀ د کم عقلتوب سرچينه ده.
زړۀ کښې مې وګرځېدله څۀ ښکلې شان خبره د بادشاه په حقله زۀ وايم ښۀ غوندې سندره، د ماهر ليکوال په شان قلم دے زما ژبه.
وګورئ چې د خپلو خُلو نه څنګه ګډې وډې نوستل کوى، د دوئ ژبې لکه د تېرو تُورو په شان غوڅول کوى، دوئ په زړۀ کښې وائى چې، ”څوک هم مونږ نه خبر نۀ دى.“
هوښيار خپل عِلم نۀ څرګندوى، خو کم عقل خلق خپل جهالت ښکاره کوى.
هر هوښيار سړے کار په حِکمت سره کوى، خو کم عقل د خپل جهالت اظهار کوى.
انسان په مناسب جواب ورکولو خوشحاليږى، په مناسب وخت کښې ټيک خبره کول څومره ښۀ وى.
صادقان د جواب ورکولو نه وړاندې سوچ کوى، خو د بدکاره خولۀ فساد نولى.
د هوښيارانو شونډې عِلم خوروى، خو د بېعقله په زړۀ کښې داسې څۀ نۀ وى.
د قابل سړى زړۀ د هغۀ خولۀ قابو کوى، او د هغۀ کلام موثر کوى.
نو بيا به تۀ تميز حاصل کړې، او ستا شونډې به عِلم او حِکمت محفوظوى.
د کم عقل کس خبرې نۀ ختميږى. هيچا ته دا پته نشته چې په راتلونکى وخت کښې به څۀ کيږى، څوک دا وئيلے شى چې زمونږ د مرګ نه پس به څۀ کيږى؟
څومره چې تۀ پرېشانه يې، نو هغه هومره به خراب خوبونه وينې او چې څومره زياتې خبرې کوې، نو هغه هومره به کم عقلې خبرې درنه وځى.
خُدائ تعالىٰ ما له د يو اُستاذ ژبه راکړې ده، د دې دپاره چې ستړو خلقو له تسلى ورکړم. هر سحر هغه ما پاڅوى او هغه زما په زړۀ کښې دا جذبه اچوى چې د هغۀ ښودنې ته غوږ ونيسم.