11 دا چې عالمِ ارواح او دوزخ دواړه مالِک خُدائ ته ښکارى، نو د انسان زړۀ به ورته څومره زيات څرګند وى؟
نو د هغوئ سوال اوره. په آسمان کښې په خپل کور کښې د هغوئ سوال اوره او هغوئ معاف کوه. صِرف تۀ د بنى آدم د زړۀ په منصوبو پوهېږې. هر چا سره هغه شان سلوک کوه چې څنګه يې حقدار وى،
د مړو دُنيا خُدائ پاک ته ښکاره ده، او د تباهۍ ځائ پټ نۀ دے.
کۀ چرې زۀ آسمان ته هم وخېژم، تۀ هلته يې، کۀ چرې زۀ په قبر کښې هم څملم، ته هلته يې.
کۀ چرې مونږ داسې کړى وُو نو خُدائ به ترې خبر نۀ وو څۀ؟ ځکه چې هغه د زړونو په رازونو باندې خبر نۀ دے څۀ؟
ختم کړه ظلمونه د ظالم ختم کړه، آباد کړه صادقان صادقه خُدايه، د زړۀ منصوبې او فکرونه تۀ معلوموې.
د هغه چا به سخت تربيت وشى څوک چې صحيح لاره پرېږدى، څوک چې د اِصلاح کولو نه نفرت کوى نو هغه به مړ شى.
سرۀ زر او سپين زر په اور معلومولے شى، خو زړونه مالِک خُدائ معلوموى.
لکه څنګه چې په مرګ او تباهى دُنيا نۀ مړيږى، هم دغه شان د انسان سترګې کله هم نۀ مړيږى.
”زۀ مالِک خُدائ د انسان د زړۀ لټون کوم او د هغۀ پټ سوچونه آزمائيم، زۀ هر چا ته اجر د هغۀ د عمل په مطابق ورکوم.“
په درېم ځل عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس په دې خبره غمژن شو ځکه چې هغۀ ترې په درېم ځل دا تپوس وکړو چې، ”تۀ ما سره مينه کوې؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، تا ته د هر څۀ ښۀ پته ده. تۀ په دې پوهېږې چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زما ګډې وڅروه.
بيا هغوئ دُعا وکړه او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، تۀ د ټولو د زړونو نه خبر يې، مونږ ته دا وښايه چې په دوئ کښې تا کوم يو غوره کړے دے
او د خُدائ پاک نه يو مخلوق هم پټ نۀ دے بلکې د هغۀ د سترګو د وړاندې ټول بربنډ او بېپړدې پراتۀ دى چا ته به چې مونږ حساب ورکوو.
او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى.
او د هغې بچى به په زمکه ووژنم. په دې به ټول جماعتونه دا سبق حاصل کړى چې زۀ د بنى آدمو زړُونه او خيالات آزمائيم او دا چې زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق اجر درکړم.
او د هغوئ بادشاه د عالمِ ارواح فرښته وه چې په عبرانۍ کښې د هغې نوم ابدون، او په يونانۍ ژبه کښې اپوليون، يعنې تباه کوونکے دے.
خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه ما نامنظوره کړے دے نو تۀ دې ته مۀ ګوره چې هغه څومره لوړ دے او مۀ يې ظاهر ته ګوره. ځکه چې مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.“