Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 15:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 نرم جواب غصه سړوى، خو سخته خبره غصه لمبه کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 15:1
16 Iomraidhean Croise  

د اِسرائيل خلقو ورته ووئيل، ”تاسو چې څومره دعوىٰ کوئ نو مونږ د هغې يو په لس دعوىٰ کوُو چې داؤد زمونږ نه دے، اګر کۀ هغه ستاسو د نسل نه هم وى. تاسو مونږ ته ولې سپک ګورئ؟ تاسو دا مۀ هېروئ چې مونږ هغه وړومبى خلق وُو چې د بادشاه واپس راوستلو خبره مو کړې وه.“ خو د يهوداه سړى د اِسرائيل د سړو نه په خپلو دعوو کولو کښې ډېر سخت وُو.


هغوئ ورته ووئيل، ”کۀ تۀ نن د دې خلقو خِدمتګار جوړ شې او د هغوئ خِدمت وکړې او خوږې خبرې ورسره وکړې، نو هغوئ به تل ستا خِدمت کوونکى وى.“


هغوئ ورته ووئيل، ”کۀ ته په دې خلقو باندې مِهربانه يې او د عقلمندۍ جواب ورکولو په ذريعه د هغوئ خوشحالولو کوشش وکړې، نو هغوئ به په وفادارۍ سره همېشه ستا خِدمت کوى.“


ولې دا به د رحم دپاره تا ته ډېر مِنتُونه وکړى؟ يا به نرمې خبرې درته وکړى؟


نفرت شر جوړوى، خو مينه په ټولو بدو پرده اچوى.


غصه ناک سړے صرف لانجه جوړوى، خو صبرناک سړے جنګونه سړوى.


د صبر په وجه مشر هم قائليږى، او يوه نرمه خبره هډُوکى هم ماتوى.


لالچى انسان جنګ جګړې جوړوى، خو څوک چې په مالِک خُدائ باندې توکل کوى هغه به آباد شى.


غصه ناک انسان جنګونه جوړوى، او تُند خويه نه ډېر ګناهونه کيږى.


مسخره کوونکى ښارونه راپاروى، خو هوښيار انسان غصه سړوى.


کله چې ناظم اعلىٰ دا خبره وکړه نو هغه ګڼه رُخصت شوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan