6 مسخره کوونکى حِکمت لټوى او هيڅ نۀ مومى، خو حِکمت آسانۍ سره تميز دارو له راځى.
سترګې مې پرانيزه چې زۀ ووينم او ستا د قانون عجيبه حقائق وګورم.
دا متلونه د هوښيارانو پوهه نوره هم زياتوى او د عالِم رهنمائى کوى،
يو رښتينے ګواه دروغ نۀ وائى، خو يو دروغژن ګواه ډوزې وولى.
د کم عقلو نه لرې اوسه، ځکه چې تۀ به د هغۀ د خولې نه حِکمت حاصل نۀ کړې.
مسخره کوونکى اصلاح نۀ خوښوى، نو ځکه چې د هوښيارانو سره مشوره نۀ کوى.
په کم عقل د خرچې کولو څۀ فائده نشته، ځکه چې هغه په خپله د عقل زده کولو خواهش نۀ کوى.
د يو پوهه انسان مقصد د عقل حاصلول وى، خو د بېوقوفه لټون بېمقصده وى.
کم عقل د پوهې نه خوند نۀ شى اخستے، خو هغه په خپلو نظريو څرګندولو خوشحاليږى.
کم عقل هوښيارتيا نۀ شى حاصلولے، ځکه په جرګه کښې د هغۀ خولۀ بنده وى.
تاسو داسې سړے ليدلے دے چې هغۀ ته خپل ځان هوښيار ښکارى؟ خو د دۀ نه زيات اُميد د يو کم عقل دپاره وى.
زما د خولې ټولې خبرې صحيح دى، يو خبره يې هم کږه يا د دوکې نۀ ده.
هوښيار په دې پوهيږى چې زما ټولې خبرې ټيک دى، چا سره چې عِلم وى هغۀ ته پته وى چې دا صحيح دى.
د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.
ګورئ دغه هوښياران به وشرميږى او په خپل کم عقلتوب کښې به راګېر شى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ کلام رد کړو نو بيا د دوئ هوښيارتيا چرته لاړه؟
کۀ څوک دا وائى چې زۀ پوهه يم نو څنګه چې پوهېدل په کار دى هغه شان لا نۀ پوهيږى.
خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.