30 پُرسکونه زړۀ بدن له ژوندون ورکوى، خو حسد هډُوکى بوسه کوى.
نو هغۀ ورته ووئيل، ”دا ځکه چې نبوت يزرعيلى ته ما ووئيل چې زۀ به درنه د انګورو باغ په پېسو واخلم، يا کۀ غواړې نو زۀ به د دې باغ په ځائ بل باغ درکړم، خو هغۀ راته ووئيل، چې باغ تا له نۀ درکوم.“
په حقيقت کښې نفرت کم عقل خلق وژنى، او حسد ساده خلق وژنى.
بدکاران چې دا ګورى نو غصه کيږى، او هغوئ به خپل غاښونه چيچى او ورک به شى، د بدکارانو ارمانونه به پوره نۀ شى.
زما زړۀ دې ستا قانون منلو دپاره بېداغه وى نو داسې به زۀ ونۀ شرمېږمه.
يوه پاک لمنه ښځه د خپل خاوند د سر تاج وى، خو يوه بېحيا ښځه د هغۀ په هډوکو کښې لکه د ناسور په شان وى.
خوشحاله زړۀ مخ شادابه ښائى، خو پرېشانه زړۀ د انسان روح ماتوى.
خوشحاله زړۀ د ټول بدن دپاره ښۀ دوائى ده، خو مات زړۀ هډُوکى هم اوچوى.
نو په دې به ستا بدن رغيږى او ستا هډُوکى به پرې تازه شى.
د هر څۀ نه اول د خپل زړۀ خيال ساته، ځکه چې دا د ژوند د هدايت سرچينه ده.
ما واورېدل او زړۀ مې په رپېدو شو، زما شونډې په هغه آواز سره په رپېدو شوې، زما هډُوکى وراستۀ شول، او زما پښې په لړزېدو شوې. تر اوسه زۀ د مصيبت د هغه ورځې په صبر سره انتظار کوم چې په هغه قوم به راشى څوک چې په مونږ حمله کوى.
ځکه چې مشرانو وروڼو د يوسف سره کينه کوله، نو هغوئ هغه د غلام په طور په مِصر کښې خرڅ کړو. خو خُدائ پاک د هغۀ مل وو،
هغوئ د هر قِسم بېاِنصافۍ، بدۍ، لالچ او بدو خواهشاتو نه ډک شول. او هغوئ د حسد، قتل، جګړې، ټګۍ او بُغض نه ډک دى. پشى شا خبرې کوونکى
ځکه چې خُدائ پاک مونږ له بُزدله زړۀ نۀ دے راکړے بلکې راله يې زړَورتوب، مينه او په ځان د قابو ساتلو قدرت راکړے دے.
يا تاسو دا ګڼئ چې مقدس کِتاب بېفائدې وائى چې، ”خُدائ پاک چې کوم روح زمونږ په زړُونو کښې اچولے دے، هغه د حسد خواهش ساتى څۀ؟“