Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 14:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 د کم عقل د خبرو نه يو ډنډا جوړه شى چې هغه وهى، خو د هوښيارانو خبرې هغوئ بچ ساتى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 14:3
21 Iomraidhean Croise  

تاسو به د سپکو خبرو نه بچ شئ، او چې کله تباهى راځى نو تاسو به نۀ يرېږئ.


مالِکه تۀ په خپله دوئ نه پرې کړه غوړ شونډان دوئ نه هغه ژبې پرې کړه چې په لافو دى ګويان.


د هغوئ دروغژنې ژبې دې غلې شى هغه مغرورې ژبې چې نېکانو پسې سپکې وائى.


د يروونکو زمرو په مينځ کښې راګېر شوے يم، کوم چې د بنيادم غوښو خوړلو ته اوږے ناست وى، او د چا غاښونه چې د نېزو او غشو په شان وى او ژبې يې تېرې تُورې وى.


د بدعمله خلقو خبرې د وينو توېدلو په طمع وى، خو د صادقانو خبرې د هغوئ ژوند بچ کوى.


څوک چې خپله ژبه په قابو کښې ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى، خو چې څوک نۀ ساتى نو هغه به تباه شى.


چرته چې غوَيى نۀ وى هلته اخور خالى وى، خو د غوَيى د طاقت په وجه ډېر فصل پېدا کيږى.


د کم عقل خبرې جنګ جوړوى، او خپل ځان وهلو ته جوړوى.


د کم عقل خولۀ د هغۀ خپله تباهى ده، او د هغۀ خبرې د هغۀ د خپل ځان دام دے.


مغروره او ځان ښولے سړے چې مسخره کوونکے يې نوم دے، هغه هر کار د تکبر سره کوى.


کۀ څوک نا اِنصافى کَرى نو مصيبت به وريبى، او د هغۀ د کبر کاسه به نسکوره شى.


لالچى انسان جنګ جګړې جوړوى، خو څوک چې په مالِک خُدائ باندې توکل کوى هغه به آباد شى.


ما هم غوښتل چې د هغۀ په سر د هغه لسو ښکرونو په حقله معلومات حاصل کړم، د هغه بل ښکر په حقله کوم چې راوختلو، د کوم د راختلو نه مخکښې چې هغه درې وغورزېدل، هغه ښکر چې د نورو نه بيا غټ ښکارېدو او چې سترګې يې د انسان په شان وې، او د دې خولې د کبر خبرې کولې.


ځکه چې هغوئ د کبر او بېهوده خبرې کوى، او د شهوت پرستۍ په وسيله هغه خلق په جسمانى خواهشونو کښې راګېروى څوک چې لږ څۀ کښې د هغه چا نه راتښتېدلى دى چې په ګمراهۍ کښې ژوند تېروى.


خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول، او هغوئ خپل ځان عزيز ونۀ ګڼلو تر دې چې مرګ ته تيار شول.


ځکه چې تا زما کلام په صبر سره برداشت کړے دے او مضبوط پرې ولاړ يې، زۀ به هم تا د هغه آزمېښت د وخت نه چې د ټولې دُنيا په خلقو راتلونکے دے، بچ کړم.


لوئې لافې وهل بس کړئ، د غرور خبرې د خولې نه مۀ راوباسئ. ځکه چې مالِک خُدائ يو داسې خُدائ پاک دے چې هغه پوهيږى، او هغه د خلقو د هر عمل عدالت کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan