27 د مالِک خُدائ يره د ژوندون سرچينه ده، کوم چې انسان د مرګ د دامونو نه ساتى.
د هوښيارانو تعليم د ژوند سرچينه وى، کوم چې انسان د مرګ د دامونو نه بچ کوى.
بيا يې ما ته وفرمائيل چې، ”وشوه. الفه او اوميګه، اول او آخر زۀ يم. هر څوک چې تږے وى زۀ به هغوئ ته د ژوندون د اوبو د چينو نه وړيا اوبۀ ورکړم.
په هغه ورځ به هغه ستاسو مضبوط بنياد وى، هغه به تاسو له لوئ خلاصون، پوهه او حِکمت درکوى. د مالِک خُدائ يره به ستاسو خزانه وى.
د بدکارانو په لار کښې ازغى او دامونه وى، خو په چا چې خپل ځان ګران وى نو هغه د دوئ نه ځان بچ ساتى.
ګېرچاپېره رانه تاو دى د قبر زنځيرونه، زما په لار کښې مرګى خپل دامونه غوړولى دى.
ما ته پته ولګېده چې ګېروونکې ښځه د مرګ د سختۍ نه هم لوئ دام دے. د هغې شوق د دام په شان دے او د هغې غېږه د زنځيرونو په شان ده. کوم سړے چې خُدائ پاک رضا کوى نو هغه به ترې نه خلاص وى، خو ګناهګار به د هغې په جال کښې راګېريږى.
د مالِک خُدائ يره عمر اوږدوى، خو د شرير عمر به لنډ وى.
هغه څوک چې د مالِک خُدائ نه يره کوى هغه به د هغۀ محفوظه قلعه وى، او د هغۀ ماشومانو ته به دا پناه ګاه وى.
په ګڼو خلقو د بادشاه عزت جوړ وى، او د خلقو نشتوالے د شهزاده تباهى ده.
د مالِک خُدائ يره د ژوندون سرچينه ده، کومه چې انسان ته سکون ورکوى او د مصيبتونو نه يې بچ ساتى.